د افغانستان د کرکټ لوبډلې د دسمبر پر ۲۱مه د کرکټ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې کوربه هیواد زېمبابوې ته په اتو وکټونو ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوې لوبې وګټلې خو لومړۍ هغه د باران له کبله نه وه ترسره شوې.
د دسمبر پر ۲۱مه تر سره شوې لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې زېمبابوې ته د بېټنګ بلنه ورکړه او د هغوی ټول لوبغاړي د ۱۲۶ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.
د افغانستان له خوا تر ټولو ښه بازۍ الله محمد غضنفر وکړه. هغه په لس اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي یې اوټ کړل. راشد خان په اته اورونوکې ۳۸ منډې ورکړې او درې وکټې یې واخیستې. فرید ملک او عظمت الله عمرزي یو یو وکټ واخیست.
په ځواب کې د افغانستان پیلیز لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه. په دوی کې صدیق الله اتل ۵۲ او عبدالمالک ۲۹ منډې وکړې.
تر دې وړاندې افغانستان په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې کوربه هېواد ته په ۲۳۲ منډو ماتې ورکړې وه. دا لومړی ځل وو چې افغانستان په نړيوال کرکټ کې په دومره لوی توپير یو ورځنۍ لوبه ګټلې وه.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه تر سره شوې هغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په زيان ۲۸۶ منډې وکړې.
د افغانستان پیلیزو لوبغاړو په هغه اوبه کې هم مهم رول لوبولی وو. صديق الله اتل په هغه لوبه کې ۱۰۴ او عبدالمالک ۸۴ منډې کړې وې.
په ځواب کې د زېمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۸م اوور کې په ۵۴ منډو وسوځېدل. د افغانستان الله محمد غضنفر او نويد ځدران درې، درې لوبغاړي سوځولي وو.
تر دې وړاندې، د افغانستان او زېمبابوې ترمينځ د درو يو ورځنيو يا ۵۰ اووره سياليو لومړۍ لوبه بې له نتيجې پای ته رسېدلې وه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لوبډلې تر یو ورځنیو لوبو وړاندې د درې شل اووریزو لوبو په لړۍ کې هم زېمبابوې ته په دوه یو ماتې ورکړې وه.
افغانستان او زېمبابوې د ډېسېمبر پر ۲۶مه او د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر دويمه دوه پينځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبې کوي.