د بلوچستان چارواکي وايي، په تربت ضلع کې د ځمکني ماین په چاودنه کې د ملیشې ځواک دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د سیمې مرستیال کمېشنر حمید کورايي رسنیو ته ویلي دي چې دا پېښه د ډېسېمبر پر ۲۵مه د تربت او ګوادر ترمنځ د خاران په دشت تحصیل کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د عرب شېخانو یوه ډله له ښکاره خپل کیمپ ته د ستنېدو په حال وه.
چارواکي وايي، په برید کې عربان خوندي پاتې دي خو د اېف سي دوه سرتیري پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
یو بل ځايي چارواکي بیا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې ښکار ته ورغلي کسان د قطر له شاهي کورنۍ پورې تړاو لري خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې خبرې پخلی نه شي کولی. یاد چارواکي زیاته کړېده چې له چادنې وروسته هلته اضافي امنیت نیول شوی دی.
تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې. په بلوچستان صوبه کې له تېرو څو کلونو راهیسې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. هلته د ترسره شویو ګڼو بریدونو مسوولیت د بلوچستان بیلتونپالې ډلې قبلوي.
پاکستانیو چارواکو رسنیو ته نه دي په ډاګه کړي چې بلوچستان ته د ښکار لپاره د قطر د شاهي کورنۍ کوم غړي ورغلي وو. دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې د قطر شاهي کورنۍ زرګونه غړي لري.
د پاکستان بلوچستان سیمې ته نږدې هرکال په ژمي کې له عربي هیوادونو څخه ښکاریان د نایابه مارغانو او نورو ژویو د ښکار لپاره ورځي.
د یادونې وړده چې د ژمي له راتګ سره سم د روسیې له سایبېریا څخه په لوی شمېر کې څاړي او زاڼې هند ته د تلو پر مهال د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پړاو اچوي چې له کبله یې نه یوازې د ملک بلکې د عرب هېوادونو شېخان ښکار کولو ته وروځي.
په بلوجستان کې ځايي خلکو وخت په وخت د شیخانو د ښکار پر ضد مظاهرې هم کړې دي خو د دې باوجود هم دا لړۍ روانه ده.