پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څېرمه د ډېسېمبر د ۲۴مې نېټې هوایي برید رسماً تایید کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ د ډېسېمبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان د استخباراتي معلوماتو پربنسټ دغه عملیات په هغو سرحدي سیمو کې کړي چې ورڅخه د پاکستان اتباعو ته د ترهګرۍ ګواښ متوجه وو.
دا لومړی ځل دی چې اسلام آباد د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د هغه هوایي برید پخلی کوي چې د طالب چارواکو په وینا ۵۶ کسان پکې وژل شوي دي. په وژلو شویو کې مېرمنې او ماشومان هم ښودل شوي دي.
له برید وروسته، چارواکو او ځايي اوسیدونکو ویلي وو چې د وژل شویو اکثریت په سیمه کې دېره وزیرستاني کډوال دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کابل کې پرافغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې د پاکستان پوځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ډېسېمبر د ۲۴مې نېټې ناوخته برید کې هغه وزیرستاني کډوال په نښه کړې چې له کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسي.
هغه وویل: "د پاکستان واکمنو په پکتیکا کې په بې وزله وزیرستاني مهاجرو باندې بمبار کړی دی. د پاکستان واکمنو ته دا پیغام ورکوو چې دا هیڅ توره نه ده چې تا څو ماشومان شهیدان کړل، تا ښځې او سپین ږیري شهیدان کړل او کورونه دې پرې وران کړل. دا کوم شجاعت نه دی، دا هیڅ میړانه نه ده. همدغه وزیرستانیان وو چې ۱۰ کاله مخته دې په وزیرستان کې کورونه ور ړنګ کړل. تا پسې را واخیستل او تا یې مېنه ورتباه کړه."
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ یادونه کړې چې دغه عملیات د افغانستان د خاورې دننه په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو په وړاندې ترسره شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي ادارې په منظم ډول د ترهګرو په وړاندې عملیات مخ ته وړي او چمتووالی ورته په خورا احتیاط سره نیول کیږي.
میرمن بلوچ پرته له دې چې د کومې مشخصې ډلې نوم واخلي څرګنده کړه چې "د ترهګرو عناصرو" له خوا پاکستان او د دې هیواد اتباعو ته ګواښونه متوجه دي او د دې هیواد د وګړو ساتنه یې د حکومت لومړیتوب دی.
تر دې مخکې یوشمېرپاکستاني چارواکو چې په رسنیو کې یې نومونه نه دي په ډاګه شوي ادعاوې کړې چې په دغو هوایي بریدونو کې په سیمه کې د ترهګرو پټن ځایونه په نښه شوي او د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي پکې وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت یو شمیرجګپوړو چارواکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ د دغه هوایي برید په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي او د بهرنیو چارو وزارت یې هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ او په برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څیرمه د پاکستان د پوځي الوتکو د بمبارد له امله یې ورته خپل شدید احتجاج لیک وسپاره.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ډېسېمبر پر ۲۶مه دې ټکي ته اشاره وکړه او کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان له سفر سره په یوه وخت دغه بمباري یې د ډیپلوماتیک عرف خلاف او د پاکستان ملکي حکومت ته سپکاوی وباله.
هغه وویل: "دوی باید سنجیده سیاست خپل کړي. ماته دې د ټولې دنیا په سیاسي اصولو کې دا راوښیي چې یو هیواد بل هیواد ته سیاسي پلاوی ولیږي، سیاسي استازی دې ولیږي، هغه دې هلته په خبرو بوخت وي، هغه دې مذاکرات کوي، هغه دې نزدیکت راولي او هغه دې په هغه ځای کې د خبرو او مذاکراتو په میز ناست وي او ته د شا له خوا طیارې پسې ور والوزوې، بمبار وکړې، دا د تا د خپل هییت بدنامي نه ده؟ دا د تا د خپل هییت توهین نه دی؟ دا د تا خپل ملکي حکومت ته په سپک نظر کتل نه دي؟"
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړچې پاکستان د افغانستان بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی کوي خو د طالبانو د دفاع وزارت له دغه برید وروسته د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپره کړې اعلامیه کې هغه د افغانستان پرخاورې ښکاره تیری بللی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د پرله پسې سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي او اسلام آباد په وار وار له کابل څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي چې په خبره یې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.