د افغانستان په خوست ښار د دویمې ناحیې اړوند په کور کې د ګېس سلېنډر چاودېدو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند، طاهر احرار، د دې پېښې په تړاو مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې یوه ښځه، دوه هلکان، او یوه وړه ماشومه شامل دي.
د ده په وینا، د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د چاودنې له کبله اور ولګېد چې وروسته د اور وژنې ادارې لخوا مړ شو.
نوموړي د خوست د امنیه قوماندانۍ د رهبرۍ له لوري له خلکو وغوښتل چې د دا ډول بدو پېښو د مخنیوي لپاره د ګېس سلېنډرو او بخاریو په استعمال کې احتیاط وکړي.
د افغانستان او پاکستان په زیاتره برخو کې خلک د خوراک د پخلي او په ژمي کې د کوټو تودولو لپاره ګېس سلېنډرې کاروي چې ځینې وخت هغه چاودي او مرګژوبله اړوي.