نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې د لویو او وړو خیاطیو مسوولین وايي چې سږ کال يې کاروبار ښه شوی او د نورو کلونو پرتله ورته ډېر خلک د جامو ګنډلو لپاره ورځي. د خوست اوسېدونکي هم دې ته خوښ دي چې اوسمهال هلته په هر ډیزاین او فرمایش جامې ګنډل کېږي او د پخوا په شان يې د ګنډلو لپاره نورو ځایونو ته نه لېږدوي. ويډيو رپورټ
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د حکومتي او ناحکومتي څانګو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د سلګونو ناروغانو وړیا معاینې او درملنه کړې ده. د مارچ پر ۱۴مه په یو ورځني روغتیايي کیمپ کې د ګڼو ناروغانو لابراتواري معاینې هم شوې دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې یو سوداګریز شرکت له ۱۰۰ بې وزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د مارچ پر ۱۴مه د هغې د مرستو منتظمينو وويل چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه ده، نو دوی خپلو امکاناتو ته په کتو له یو شمېر بې وزله کورنیو سره د دا ډول مرستو پروګرام لري.
د یو شمېر نړیوالو بنسټونه وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلک سم لاسي بشري مرستو ته اړتیا لري. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپوټ ک
دوی زیاتوي چې نه په هغه غرنۍ سیمه کې کار او مزدوري شته او نه کومه بله داسې وسیله لري چې د خپلو کورنیو د خوراک او پوښاک اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
د خوست د تریزیو په لیرې پرته سیمه کې د کرکټ پای لوبه شوې ده. د لوبو جوړوونکو کوونکو د دې سیالیو هدف د ځوانانو د ورزشي استعدادونو ښه کول، له نشه يي توکو څخه راګرځول، ترمينځ يې د اړېکو ټينګښت او د یوې او بلې سیمې سره اشنايي پیدا کول بللې ده.
د خوست د خلبیسات میله چې په اونۍ کې یوه ورځ جوړیږي له لویو سوداګریزو میلو څخه ده، مېلې ته د ډول ډول توکو د پېر او پلور لپاره خلک د کابل په ګډون له ګڼو ولایتونو ورځي.
په وروستیو کې په خوست کې چایخانې او د کافي څښلو ځایونه زیات شوی دي چې ګڼ ځوانان د بنډارونو، خوشالیو لمانځلو او د دمې لپاره ورځي. د چایخانو مالکان وايي، هلته د خلکو ورتګ ورځ تر بلې زیاتېږي. ویډیويي راپور.
په خوست کې په وروستیو کې د اندامونو د ښکلا او ورزش یوشمېر کلبونه فعال شوي دي او ورته سلګونه ځوانان د تمرین لپاره ورځي. ورزشکاران وايي، دا سپورټ د فکري سکون، صحت، د وزن کنټرول او کاري وړتیا لپاره ګټور دی. د اندامونو د ښکلا ورزشکاران البته د وسایلو او مسلکي روزونکو د زیاتولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د فبرورۍ پر ۱۹مه د زنداني ماشومانو لپاره تفریحي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام جوړ شوی وو. پروګرام د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جوړ کړی وو چې پکې د شخصي ښوونځیو زده کوونکو د زنداني ماشومانو لپاره اصلاحي ډرامې (تمثیلونه) او ترانې وړاندې کړې. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د یوه بهرني خیریه بنسټ په مرسته پر سلو معیوبینو وېلچېرونه ویشل شوي دي. معیوبینو په دې خوښي څرګنده کړه چې د دې ویلچېرونو په واسطه به يې نېزدې ځایونو ته تګ راتګ اسانه شي.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ اړوند د ګربزو صحرا کلي اوسېدونکو د څلور کېلومیټره سړک د هوارولو او جوړولو لپاره اشر کړی دی. د لویې پکتیا په ګډون د افغانستان په زیاتره پښتون مېشته سیمو کې خلک د اشرونو له لارې لویې چارې ترسره کوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست ښار په پښتونستان پارک کې د ګربزو ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت د اورګون لوبډلو ترمینځ د فوټبال سیالي شوې چې موخه یې سپورټ ته وده ورکول ول. د فبرورۍ اوومې سیالۍ منتظیمن وايي چې هڅه کوي چې ځايي لوبغاړي لویو سیالیو ته تیار کړي. د فوټبال ترڅنګ یوشمېر ورشکارانو د رزمي لوبو نمایش هم وکړ. ویډیويي رپورټ.
د اسټرالیا د بشري مرستو ټولنې په خوست کې له ۵۰۰ بې ځایه شویو او کډوالو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته کړې ده. منتظمین وايي چې د مرستو په ترلاسه کوونکو کې نیمايي له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي
د خوست د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې ۲۷۳ کسانو ته د برېښنا، کمپیوټر، موبایلونو ترمیم، او موټرسایکل جوړولو په برخو کې د زدهکړې زمینه برابرې شوې ده. د یاد مرکز برنامې د حکومت، یو شمېر نړیوالو بنسټونو او بهرنیو خیریه ټولنو لخوا مالي او تخنیکي ملاتړ ترلاسه کوي.
د جنورۍ پر ۳۱مه د خوست د باک ولسوالۍ د شملخېلو په الماس لوبغالي کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې. پر هغه ورځ پایلوبه د فیضان او یعقوبیو لوبډلو ترمینځ وشوه چې فیضان وګټله. په اتلولۍ کې د خوست د بېلابېلو سیمو ۵۰ لوبډلو برخه اخیستې وه او د پایلوبې لیدو ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د جنوري پر ۲۹مه د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د هغو څلورو روغتیايي مرکزونو ودانیزې چارې بیا پیل شوې، چې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته نیمګړې پاتې شوې وې.
د خوست ولایت په صحرا باغ په لوبغالي کې د کرکټ ۱۰ اوریزو سیالیو د ټورنامنټ پایلوبې د سیمې د قهرمان په نامه لوبډلې ګټلي دي. هغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې پيل شوې وې چې د ولایت او ولسوالیو ۱۲ کرکټ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.
د جنورۍ پر ۲۲مه د خوست په مرکزي زندان کې ۶۰ بندیانو ته د کسبونو د ښوولو پروګرام پیل شو. د زندان چارواکي وايي، له دې يې هدف تر سزا پوره کېدو وروسته هغه کسان ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه ور ستنول دي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
د جنورۍ په ۱۷مه، په خوست کې د شیخ زاید په نوم د والیبال یو نوی خصوصي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نور وښیئ