د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا سيف الله کې د ۲ کسانو په تښتونه کې ککړ کسان وژل شوي


په بلوچستان کې د ژوب او کلا سيف الله ترمينځ سړک ـ انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې د ژوب او کلا سيف الله ترمينځ سړک ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې کلا سیف الله انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) وايي چې لېويز ځواک د دوو کسانو په تښتونه کې ککړ کسان وژلي دي.

ظفر کلیم د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر اتمه څلورو وسلوالو د هغې ضلعې له ګوال اسماعیل زیو څخه د یو درملتون مالک ډاکتر رحیم او د هغه ملګری مسعود خان وتښتول.

نوموړی زياتوي، د دې په غبرګون کې د لېویز ځواک سرتېرو او د کلا سیف الله او ژوب ګڼو اوسېدونکو سره د وسلو د تښتوونکو لټون پیل کړ او هلته یې غرییزې سیمې محاصره کړې.

دی وايي، د لېویز ځواک د جنورۍ پر نهمه د کلا سیف الله د غوریزي په غره کې عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او درېیم ځان په بم والوځاوه. کلیم وايي چې څلورم وسلوال د ژوب پر لوري تښتېدلی چې لټون یې روان دی.

د کلا سیف الله انتظامي مشر وايي چې د لېویز ځواک سرتېرو ډاکتر رحیم خوشې کړ خو د هغه ملګری د تښتوونکو په ډزو کې ووژل شو.

د هغوی د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې.

بلخوا ځايي مشرانو او ګڼو ولسي وګړو پر ټولنيزو شبکو ويډيوګانې خپرې کړې او هغه صحنه يې په ژوندۍ بڼه ښوولې چې سلګونه ځايي کسان د وسلوالو تعقيب کوي او وروسته ډاکتر رحيم خوشې کوي.

هغوی زياتوي چې برمته ګرو مسعود خان تر تښتولو وروسته د جنورۍ پر اتمه لا په لاره کې وژلی وو او ډاکتر رحيم يې له ځان سره يووړ، چې وروسته د جنورۍ پر نهمه ځايي وګړي د "چيغې" د دود پر اساس په ډله ييزه توګه د وسلوالو خلاف راپاڅېدل، لښکر يې جوړ کړ او ډاکتر رحيم يې د هغوی له منګولو راخلاص کړ او درې برمته ګر يې ووژل خو څلورم په تېښته کې بريالی شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG