د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکترانې: د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د مور و ماشوم د مړینو کچ خورا زیاتولای شي


ډاکترانې: د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د مور و ماشوم د مړینو کچ خورا زیاتولای شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د ۲۰۲۴ز کال په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په هر یو ساعت کې یوه مور او په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري. د دې لویه وجه د طبي سهولتونو نه شتوالی ښوول شوی دی. بلخوا په افغانستان کې د نسايي او ولادي ډاکترانو ټولنې خبرداری ورکړی دی چې د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز به د میندو او نویو زېږېدلیو ماشومانو د مړینې شمېر په بېساري ډول زیات کړي. طالبانو د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. په دې اړه د اې اېف پي له ویډیو جوړ راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG