د بلوچستان مرکز کوټې ته نېږدې د سکرو په يو نړېدلي کان کې د لاندې شویو ټولو ۱۲ مزدورانو مړي را اېستل شوي دي.
د بلوچستان د مزدورانو اتحاديې عمومي سېکرټر پیر محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې ژغورونکو ډلو د جنورۍ پر ۱۴مه د وروستي کان کيندونکي مړی هم راوايست.
د بلوچستان د سکرو کانونو د څار ادارې مشر عبدالغني شاهواني مشال راډیو ته ويلي چې د ۱۱ کان کيندونکو مړي يې د جنورۍ تر ۱۱مې راايستلي ول.
د سنجیدي د کويلې په کان کې په وژل شويو ۱۲ کان کيندونکو کې يې د ۱۱ تړاو د خيبر پښتونخوا له شانګلې سره وو.
دا له هغه وروسته ده چې د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي ول چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی.
د بلوچستان د معدنیاتو وزیر میر شعېب نوشېرواني په بیان کې ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي او د کانونو د قانون د سرغړونې په صورت کې به د کان د مالک پرضد اقدامات کوي.
د کانونو د مزدورانو ټولنه وايي چې د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د بلوچستان په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې درې مزدوران وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.
د پاکستان د کان کېندونکو د مرکزي اتحاديې عمومي سېکرتر سلطان لالا ویلي دي چې د کانونو د څارنې لپاره د څارونکو کمښت د دې پېښو یوه لویه وجه ده.
د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول، په دې کې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره یې د بلوچستان ول. د اتحادیې په خبره، هغه کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.
د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.
په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.