د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراين د ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي تر مینځ تر لفظي شخړې وروسته د امریکا او اروپا په اړیکو کې درزونه پیدا شوي او چین هڅه کوي چې له دې موقعې په ګټه پورته کولو سره په اروپا او تايوان کې خپل نفوذ زیات کړي.
د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه د بې نتیجې سفارتي هلو ځلو تر یوه اونۍ وروسته د امریکا او نورو لوېديزو هېوادونو تر مینځ اختلافات پراخ شوي دي او په راتلونکي کې د اوکراین لپاره د امریکا د مرستو په اړه نوې پوښتنې راولاړې شوې دي.
په داسې حال کې چین ګوري چې څنګه کولی شي پانګونه وکړي او له اروپا سره خپل خراب تعلقات ښه کړي. د دې اغیز به پر اسیا هم وي چیرته چې د تایوان په شان د واشنګټن متحدین دا مهال له یوې داسې امریکا سره مخامخ دي چې خپلو سوداګریزو ګټو ته ګوري. دې فرصت ته په کتو سره چین هڅه کوي چې پر تایوان خپل فشار زيات کړي او په ارام سمندرګي کې ځان ځواکمن کړي.
په برلین کې د مارشل فنډ یو څېړونکی، اینډریو سمال وايي چې بیجینګ ګوري چې روان حالت ورته کوم پراخ فرصتونه راوړي.
د مشال راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په خبرو کې درو اروپايي چارواکو وویل چې چین وار له مخه برسلز او نورو اروپايي پلازمینو ته رسېدلی دی. دوی زیاتوي چې بیجینګ په اروپايي پلازمینو کې له دې ویرې څخه ګټه پورته کوي چې کېدای شي امریکا د اوکراین جګړې پای ته رسولو او له روسیې سره تر اړیکو ښه کولو وروسته اروپا یوازې پرېږدي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا چین غواړي په اوکراین کې د سولې د مینځګړي په توګه کردار ولوبوي؟ په جنورۍ کې د ټرمپ واک ته د رسېدو او د اوکراین په اړه د سفارتي هلو ځلو د پیل راهیسې چین ځان یو اړخ ته ساتلی دی. په فبرورۍ میاشت کې د میونخ په امنیتي کنفرانس کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې بيجينګ باور لري چې ټول ښکیل اړخونه باید د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي. تر دې وروسته په ریاض کې د امریکا او روسیې تر مینځ مذاکرات وشول چې کییف یا اروپایي چارواکي پکې شامل نه ول.
د تایوان د ملي دونګ هوا پوهنتون مرستیال پروفیسر او د اروپایي پارلمان پخوانۍ سلاکارې، زسوزا انا فیرنزي، مشال راډیو ته وویل چې بیجینګ هغه څه وايي چې اروپا یې اوریدل غواړي او هغه دا چې اروپا او کییف باید د اوکراین د راتلونکي په اړه د مذاکراتو برخه وي.
تر دې وروسته وانګ یي په جنوبي افریقا کې د جي ـ ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې په سعودي عرب کې د امریکا او روسیې وروستۍ خبرې اترې په اوکراین کې "د سولې لپاره یوه موقعه وه" او "چین به د کړکېچ په سیاسي حل کې رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي."
د شنونکو په وینا، له اروپا سره په اړیکو ښه کولو کې بیجینګ له ځینو ننګونو سره هم مخامخ دی. یو خو دا چې د برسلز او بیجینګ تر مینځ د کلونو راهیسې کاروباري شخړې دي. بل دا چې د اوکراین په جنګ کې چین له روسیې سره مرسته کړې او د جنګ لپاره یې سامانونه ورکړي دي نو دا به دومره اسانه نه وي چې بیجینګ د ځان په اړه دغه تاثر ختم کړي.
بیجینګ به دې ته هم اړتیا ولري چې دا انګېرنه له مينځه یوسي چې د بیجینګ سفارتي هڅې د حقیقي سولې راوستلو پر ځای د خپل ځان ښه وړاندې کولو لپاره دي.