د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: زیات شوي تشدد د ارمنیایانو عیسوي لږکۍ اندېښمنه کړې ده


د شام ځواکونه د بشارالاسد د وفادارو پرضد د عملیاتو پر لور ځي.
د شام ځواکونه د بشارالاسد د وفادارو پرضد د عملیاتو پر لور ځي.

د سوریې چارواکیو د لویدیځ لاتاکیا ولایت کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د وفادارو پرضد پوځي عملیات پای ته رسولي دي. دې جګړې څو ورځې دوام وکړ او په نتیجه کې یې د اسد د پلوي علوي اقلیت شاه وخوا ۱۰۰۰ ملکي وګړیو په ګډون له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلې چې د ډیرو وژنو ذمه وار امنیتي ځواکونه دي. روان تاوتریخوالي په ټوله سوریه کې ټکانونه راپارولي دي.

د سورې اقلیتونه یا لږکي په تمه وو چې د اسد واکمني به نسکوره شي او د نوي پیل سره به د هیواد د متنوع ټولنې ساتنه وشي. که څه هم نوي واکمنانو د قامي او مذهبي اقلیتونو د ساتنې ژمنه کړې ده خو د شمال لویدیځ ښار لاتاکیا کې د نښتو په ترڅ کې د دوو ارمنیانو د وژنې راپور د کوچني عیسوي اقلیت د غړیو ویره ډیره کړی ده.


په کال ۲۰۱۱ م کې د کورنۍ جګړې له پیل څخه مخکې، اټکل کیده چې په سوریه کې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیر ارمنییان شتون لري. د ارمنستان حکومت اوس په دې باور دی چې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر ارمینايي وګړي ارمینیا او نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي خو ۳۰،۰۰۰ په ارمینیا کې پاتې دي.

د مشال راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په خبرو کې ځینو ارمینیانو ویلي چې د حکومتي ځواکونو او علوي اقلیت تر مینځ له نښتو وروسته دوي له ارمینیا څخه د بهر وتلو یا په بهر کې له چا سره د تماس نیولو لپاره ویره لري.

دوي زیاتوي چې ځواکونه له ټینکونو سره کلیو ته ورننوتي او نه دي خبر چې تر اوسه څومره خلک وژل شوي دي.

بلخوا د مارچ پر ۱۰مه نیټه له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې، د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع وویل چې د علویانو ډله ییزو وژنو د سوریې د یووالي لپاره د هغه هڅې له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي هوډ تکرار کړ چې که د قتل عام ذمه وار یې خپل متحدین هم وي، سزا به ورکوي.

XS
SM
MD
LG