تار لرونکي ډرونونه څنګه د اوکراین جنګي عملیات بدلوي؟
اوکرایني ځواکونه له یوې مودې راهیسې د روسیې پر ضد په جګړه کې د نري تار لرونکې ډرون الوتکې کاروي. د فایبر اپټېک په نوم نري مزي د برېښنايي معلوماتو د انتقال یوه وسیله ده چې روسیه یې وار له مخه په جګړه کې کاروي. عموماً ډرون الوتکې د ګرځنده یا موبایل ټېلېفون په څېر له شبکې سره وصل وي خو جیمرونه یې سېګنلې بندولای شي. اوکراینی پوځ وايي، شبکه بندوونکې ټېکنالوژي د تار لرونکو ډرونونو فعالیت نه شي درولای. په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې.