قیرغیزستان او تاجکستان د پولې د لانجې هواري موافقه لاسلیک کړه
په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ پام په اوکراین کې د جګړې پای ته د رسولو په موخه د خبرو اترو لوري ته دی، د مرکزي اسیا دوو هېوادونو په خاموشۍ کار وکړ او خپله سرحدي لانجه یې هواره کړه. د قرغیزستان او تاجکستان ولسمشرانو د مارچ پر ۱۳مه د پولې موافقه لاسلیک کړه. خو دا کار اسانه نه وو او یوازې د یو پل د مسلې هواري شپږ میاشتې وخت واخیست. البته له دې کار سره دواړو هېوادونو د تېرو وختونو تراخه هېر کړي دي او د پرمختګ هوډ یې ښوولی دی. خو ایا واقعي به داسې وشي؟ د دې پوښتنې ځواب د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې درکوو.