د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي پر طالبانو د نجونو د ښوونځيوو د پرانیستلو غږ کړی دی


حامد کرزي په يوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه
حامد کرزي په يوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هغه هېواد کې د نوي تعليمي کال له رارسېدو سره سم د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ټولنې د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

حامد کرزي د مارچ پر ۱۶مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "زده کړه یوازې یو حق نه، بلکې دا زموږ د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده"

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې افغانستان کې واک ته له بیا رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورتهد نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې له څو میاشتو تېرېدو وروسته نجونې پوهنتونونو ته له تګ وګرځولې. که څه هم د طالبانو حکومت ویلي وو چې په دې اړه په یو لایحې کار کوي خو په تېرو نیږدې څلورو کلونو کې دا لایحه جوړه نه شوه. طالبانو په دې اړه د افغانانو او نړيوالو غوښتنې په بیا بیا رد کړې دي او دا داخلي‌ مسله بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) مشرې، روزا اوتنبایېوا د مارچ پر لسمه وويل چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړيوال نظام برخه کېدل غواړي، نو خپلې پاليسیانې دې بدلې کړي.

هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه او اکثریت افغانان د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه ليرې کېدل غواړي خو د طالبانو حکومت په دې اړه هېڅ نرمښت نه دی ښوولی.

XS
SM
MD
LG