د ملګروملتونو امنیت شورا طالبانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیز لیرې نه کړي.
امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما د کاري مودې د غځولو لپاره جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل چې له دې پالیسیو سمدستي لاس واخلي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ پورې وغځوله.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ایکس خپل یوه بیان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په غبرګون کې وویل، د ملګروملتونو استازولي باید د افغانستان او ملګروملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او افغانانو ته په ملګروملتونو کې د افغانستان د چوکۍ پر سپارلو تمرکز وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت د پای ته رسولو لپاره د مرستې غوښتنه هم وکړه او همداراز یې په هغه هېواد کې ترهګرې حملې وغندلې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې واک ته له بیا رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې له څو میاشتو تېرېدو وروسته نجونې پوهنتونونو ته له تګ وګرځولې. که څه هم د طالبانو حکومت ویلي وو چې په دې اړه په یو لایحې کار کوي خو په تېرو نیږدې څلورو کلونو کې دا لایحه جوړه نه شوه. طالبانو په دې اړه د افغانانو او نړيوالو غوښتنې په بیا بیا رد کړې دي او دا داخلي مسله بولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) مشرې، روزا اوتنبایېوا د مارچ پر لسمه ويلي وو چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړيوال نظام برخه کېدل غواړي، نو خپلې پاليسیانې دې بدلې کړي. هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په خبرو کې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او اکثریت افغانان د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه ليرې کېدل غواړي خو د طالبانو حکومت په دې اړه هېڅ نرمښت نه دی ښوولی.