د جنرال منیر د "سخت" یا "پیاوړي دولت" جوړولو خبره څه معنا لري؟
دا اونۍ مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تازه څرګندونو ته ځانګړی کړی دی. نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت په اړه د پارلېمان کمېټۍ غونډې ته وینا وکړه او و یې ویل چې پاکستان باید یو "سخت" یا "پیاوړی دولت" شي. نوموړي وروسته په بیان کې وویل چې د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه ژمنه کړې چې د زیاتېدونکې ناامنۍ مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد کړنلاره عملي کړي او د طاقت له لارې د مسلو حل پیدا کړي. پوښتنه دا ده چې د جنرال منیر دا څرګندونې څه معنا لري؟ د ځواب لپاره یې بشپړ بحث وګورئ.