د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا په سربیا کې پر مظاهرچیانو د شدید اواز لرونکې وسله کارول شوې؟


ایا په سربیا کې پر مظاهرچیانو د شدید اواز لرونکې وسله کارول شوې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

په نړۍ کې پولیس او امنیتي ادارې عموماً د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښلن ګیس، ربړي مرمۍ یا زیات فشار لرونکې اوبه کاروي، خو په وروستیو کې د سربیا په پلازمېنه بلغراد کې زده کوونکو د احتجاج پر مهال یو تېز او وېروونکی غږ واورېد او ژر یې د ځان ژغورلو لپاره منډې کړې. ځینې ناحکومتي ادارې وايي چې چارواکو پر مظاهرچیانو د سخت او لوړ غږ لرونکې اله کارولې، خو د سربیا ولسمشر دا دعوه ردوي. د سربیا عدلیې البته په دې اړه پلټنې پیل کړې دي. اروپايي ټولنې هم د پېښې د خپلواکه پلټنو امر کړی دی. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG