د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او سعودي د دفاع او سیمه ییز امنیت په برخو کې د "همکارۍ" زیاتولو ژمنتیا تکرار کړې ده


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مارچ پر ۲۰مه په جده کې له سعودي وليعهد او وزيراعظم محمد بن سلمان سره د خبرو پر مهال.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مارچ پر ۲۰مه په جده کې له سعودي وليعهد او وزيراعظم محمد بن سلمان سره د خبرو پر مهال.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف او د سعودي عربستان وليعهد او وزيراعظم محمد بن سلمان د دفاع او سیمه ییز امنیت په برخه کې د "همکارۍ" زیاتولو ژمنتیا تکرار کړې ده.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر پر خپله رسمي اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي چې دواړو مشرانو د مارچ پر ۲۰مه په جده کې ملاقات وکړ.

شهباز شريف پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې هغه او محمد بن سلمان د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او امنیتي همکاریو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو یو "ډېر ګټور" بحث وکړ.

شهباز شريف د مارچ پر ۱۹مه د پاکستان له مرستيال وزيراعظم او بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار، د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر او د پنجاب له اعلاوزیرې مریم نواز سره يوځای د سعودي عربستان په څلور ورځني سفر جدې ته ورسېد.

نوموړي له محمد بن سلمان سره د ليدو پر مهال پر سیمه ییزو حالاتو هم خبرې وکړې.

شهباز شريف په منځني ختیځ او اوکراین کې د سولې راوستو په هڅو کې د محمد بن سلمان او د سعودي عرب د رول ستاينه وکړه.

XS
SM
MD
LG