د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیو یارک ښار یوې وفاقي جرګګۍ د مسیح علينژاد د وژلو د پلان جوړولو په تور ۲ تنه مجرمان بللي دي


ایراني الاصله امریکایۍ خبریاله او فعاله مسیح علينژاد په نيو يارک کې د يوې مرکې ورکولو پر مهال ـ انځور له ارشيفه
ایراني الاصله امریکایۍ خبریاله او فعاله مسیح علينژاد په نيو يارک کې د يوې مرکې ورکولو پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د نیو یارک ښار یوې وفاقي جرګګۍ دوه تنه د یوې ایرانۍ امریکایۍ خبریالې او فعالې مسیح علينژاد د وژلو د پلان جوړولو په تور مجرمان بللي دي.

څارنوالان وايي هغه دوه سړي د یوې روسۍ منظمې جنایتکارې ډلې غړي دي چې د هغې خبریالې د وژنې لپاره د ایراني حکومت په تمویل په کرایه نیول شوي ول.

جرګګۍ د مارچ پر۲۰مه د خپلې پرېکړې په اورولو له دوو اونیو راهیسې روانه مقدمه پای ته ورسوله چې پکې دا شهادت هم شامل وو چې ایران څنګه هغه ۴۸ کلنه خبریاله د هغې د پرلیکه یا انلاین کیمپېنونو لپاره په نخښه کول غوښتل.

علينژاد په خپلو کیمپېنونو کې ایرانۍ ښځې په عام محضر کې د حجاب قانون سرغړونې ته هڅولې. څارنوالان وايي چې ایرانیو استخباراتي کارکوونکو لومړی په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ز کلونو کې د علينژاد د تښتونې او هېواد ته د لېږدولو پلان جوړ کړی وو چې هلته یې غږ ډب کړي.

د هغوی په خبره، کله چې دا پلان ناکامه شو نو ایران یې د وژلو لپاره د ۵۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو وړاندیز وکړ. یو امریکايي څارنوال مایکل لاکارډ د مارچ پر ۱۹مه جرګګۍ ته وویل، "ایراني حکومت" هغه انعام د علينژاد "د غلي کولو پلان د تمویل" لپاره ایښی وو.

مسیح علینژاد د جرګګۍ پرېکړه د ایران ولس ته د "امریکايي حکومت له لوري یوه پیاوړې ډالۍ" بللې ده.

د مجرمو بلل شویو رفات امیروف او فولاد عمروف مدافع وکیلانو د مقدمې پر مهال وویل چې موکلان یې بې ګناه دي. د ایران حکومت د علينژاد د هدف ګرځولو د پلانونو جوړولو تورونه "بې بنسټه" بولي.

XS
SM
MD
LG