د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي ډېر ژر به له اوکراین سره د معدنياتو او طبیعي زېرمو تړون لاسلیک کړي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د اوکرايني سيال وولوديمير زېلېنسکي انځورونه (انځور له ارشيفه)
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د اوکرايني سيال وولوديمير زېلېنسکي انځورونه (انځور له ارشيفه)

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې هېواد به يې ډېر ژر به له اوکراین سره د معدنياتو او طبیعي زېرمو تړون لاسلیک کړي ځکه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او اوکراین سره خبرې اترې روانې دي.

نوموړي د مارچ پر ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په دې اونۍ کې د جګړې د ښکېلو هېوادونو له مشرانو سره تر خبرو وروسته د اوکراين لپاره د سولې تړون ترلاسه کولو لپاره د هغه هڅې "ډیرې ښې" روانې دي.

ټرمپ وویل "موږ د اوکراین او روسیې په اړه ډېر ښه کار کوو. او یو له هغو کارونو څخه چې موږ یې کوو هغه دا دی چې ډېر ژر به له اوکراین سره د نادره معدنياتو په اړه یو تړون لاسلیک کړو."

نوموړي دا څرګندونې تر هغه يوه ورځ وروسته کړي کله چې يې له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره په ټېلېفوني خبرو کې د هغه هېواد د برېښناکوټونو د ملکیت اخیستو کولو وړاندیز وکړ.

سپینې ماڼۍ د مارچ پر ۱۹مه د دواړو مشرانو ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې لیکلي چې ټرمپ زېلېنسکي ته وویل چې د اوکراین د برېښنا ترسیل نظام او د اټومي برېښناکوټونو ملکیت امریکا ته سپارل به "هغې بېخبنا (انفراسټرکچر) ته تر ټولو غوره تحفظ" ورکړي.

تر دې وړاندې، د مارچ پر ۱۸مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال سره په ټېلېفوني خبرو کې تر ۳۰ ورځو پورې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبنا د بریدونو پر درولو توافق وکړ.

خو د اوکراين يو سيمه ييز ګورنر د مارچ پر ۲۰مه ويلي چې روسيو ځواکونو په اودېسا کې پر ملکي بيخبنا برید کړي چې د یوې نجلۍ په ګډون یې درې کسان ژوبل کړي دي.

ګورنر اولیه کیپر وویل چې "دښمن په اودېسا او سیمه کې په ډرون الوتکو سره په پراخه کچه برید وکړ." نوموړي په ټېلېګرام ليکلې چې په هغو بريدونو کې ملکي ودانيو ته زيان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG