د خیبر پښتونخوا د سوات په مرکز مينګوره کې د یوې وسلوالې نښتې له امله یو پولیس سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د سوات د پوليسو ویاند معين خان او ځايي اوسيدونکو مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د مارچ پر ۲۱مه سهار هغه وخت وشوه کله چې پولیسو مینګورې ته نېږدې په فضاګټ سیمه کې د وسلوالو د لټون لپاره کور په کور تلاشي کوله.
د دوی په وینا، پر دې مهال له یو کوره پر پولیسو ډزې وشوې چې یو پولیس ځای پر ځای ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
پولیسو په خبرپاڼه کې ویلي چې په ځوابي کاروايي کې داسې کس وژل شوی چې پولیسو ته مطلوب وو.
د دوی په وینا، پر دې کس څو میاشتې وړاندې د مينګورې په بازار کې د منګلور د تاڼېدار (اېس اېچ او) د وژنې مقدمه هم درج وه او هغه د نشيي توکو کاروونکی وو.