د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو ډاکټره ماهرنګ بلوڅه او ځينې نور فعالان "ګرفتار" کړي دي


د بلوڅ يووالي کمېټۍ - بلوچ يکجهتۍ کميټۍ - مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅه. (انځور: ارشیف)
د بلوڅ يووالي کمېټۍ - بلوچ يکجهتۍ کميټۍ - مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅه. (انځور: ارشیف)

د بلوڅ يووالي کمېټۍ - بلوچ يکجهتۍ کمېټۍ - وايي پوليسو د دوی مشره ماهرنګ بلوڅه او یو شمېر نور غړي نيولي دي.

یادې کمېټۍ د مارچ پر ۲۲مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې پولیسو او انتظامیې د دوی د وژل شویو کسانو مړي هم په تحویل کې اخیستي دي.

کمېټۍ پر ایکس پاڼه له خپرې کړې ویډیو سره لیکلي چې پولیسو سهار پر پینځنیمې بجې د دې چاپې پرمهال ښځې او ماشومان هم ځپلي دي.

د بلوچستان حکومت تر اوسه د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د دې تورنو په اړه څه نه دي ویلي.

ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې تر نیول کېدو وړاندې د ۲۱م مارچ په شپه مشال راډیو ته وویل چې پوليسو د دوی پر سوله ییزو مظاهره چيانو ډزې کړې دي او د دوی ۳ کسان يي وژلي او ۱۳ نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړې وویل، "يو خو دا رياستي جبر دی او بلخوا چې پرامنه احتجاج کوونکي خلک دي دا رياست پر هغوي زور کاروی، نن په کوټه کې يو ځل بيا پولیسو سوله ییز بلوڅان په ډزو وژلي دي، درې کسان مړه او ۱۳ نور ژوبل دي."

نوموړې وویل چې کله په دې پېښه کې ژوبل شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره یووړل شول، نو پولیسو هغوی هلته ونیول.

ډاکټرې ماهرنګ وویل، "دا رياست چې څومره هم ظلم کوي موږ له خپلو غوښتنو نه پرشا کېږو او مخکې چې هرڅه کيږي رياست به يي ذمه وار وي."

ډاکټر ماهرنګ بلوڅې زیاته کړه چې په وژل شویو کې ۱۲ کلن نعمت بلوڅ هم شامل دی.

د بلوچستان حکومت ویاند شا‌هد رند رسنيو ته په ليږلي بيان کې تور پورې کړی دی چې مظاهره‌ چیانو پر پولیسو تشدد کړی دی چې پکې د پوليسو سرتيرو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شوي دي.

نوموړي ویلي، "احتجاج کوونکو قامي لاره بنده کړې وه، چې له امله یې عام خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي. پولیس د قانون له مخې د لارې خلاصولو ته پابند دي."

ایا د پاکستان پوځ بیا د عملياتو تیاری کوي؟ بریالي به شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:00 0:00

بلخوا بلوڅ یکجهتي کميټۍ د يادې پېښي پرضد د مارچ پر ۲۲مه په ټول بلوچستان کې بشپړه کاربندیز اعلان کړی دی.

په کوټه کې د يادې کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوہاب بلوڅ مشال راډيو ته وويل، دوی به تر هغه خپل مړي خاورو ته نه سپاري چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

دا له هغه وروسته ده چې د مارچ پر ۲۱مه بلوڅ يکجهتۍ کمېټۍ د خپلو هغو غړو د خوشي کولو لپاره مظاهره کوله چې د کمېټۍ په وینا، د ترهګرۍ مخنيوي څانګې د مارچ پر ۲۰مه نيولي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر زیات شوی دی. نه یوازې بلوڅ بېلتون غوښتونکو بریدونو ته زور ورکړی بلکې د لادرکه کړل شویو کسانو لپاره احتجاجونه هم زیات شوي دي.

بلوڅ ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په لسګونه زره بلوڅ فعالان لادرکه کړي او د زرګونه هغو یې خراب کړل شوي مړي غورځولي دي. خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو داسې تورونه تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG