د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لشکرګاه کې چاودنې ۱۷ کسان ژوبل کړي دي


په هلمند کې د ایمرجنسي روغتون د بیان له مخې په مرکز لشکرګاه کې د مارچ پر ۲۱مه ترسره شوې یوه چاودنه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دا چاودنه د ګرشک ښار په یوه بازار کې ارسره شوې ده.

د ایمرجنسي روغتون په بیان کې راغلي دي چې ۱۷ ټپیان د لشکرګاه ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي چې د پنځو تنو یې وضعیت نازک دی.

د یاد روغتون د افغانستان د څانګې مشر دېژان پانیک ویلي چې وضعیت جدي دی او روغتیايي ټیمونه د ټپیانو درملنه کوي.

د دې چاودنې علت او څرنګوالی نه دی معلوم. د طالبانو حکومت تراوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تراوسه هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG