د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د امریکا نړیوالو رسنیو ادارې ته امر کړی چې د ازادې اروپا راډیو د تړلو اقدامات ودروي


په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو د مرکزي دفتر وداني - د مارچ ۲۴مې انځور.
په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو د مرکزي دفتر وداني - د مارچ ۲۴مې انځور.

د امریکا یو ابتداییه عدالت د لنډمهالي توقف په اړه د ازادې اروپا راډیو غوښتنه منلې ده چې د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې (یو اېس اې جي اېم) له لوري ورباندې د بودیجې بندولو مخه نیسي.

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي عدالت د مارچ پر ۲۵مه د قضیې تر اورېدنې یوه ورځ وروسته په خپل امر کې ویلي دي چې د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې ښايي پر ازادې اروپا راډيو د پیسو بندولو اقدام "په خپل سر او ناببره" توګه کړی دی او که پرېکړه یې عملي شي نو "نه جبرانېدونکی" زیان به واړوي.

یو اېس اې جي اېم د مارچ پر ۲۴مه تر اورېدنې لږ ساعت مخکې ژمنه وکړه چې ازادې اروپا راډیو ته د کانګرس له تایید کړې بودیجې څخه شاوخوا اووه نیم مېلیونه ډالره ورکوي. دا پیسې د مارچ په لومړیو دوو اونیو کې د راډیو د لګښتونو لپاره وې چې یو اېس اې جي اېم نه وې ورکړې.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۱۴مه په فرمان کې د اووه وفاقي ادارو د کمولو امر وکړ چې پکې د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره (یو اېس اې جي اېم) هم شامله ده چې د ازادې اروپا راډيو یې برخه ده.

د ټرمپ تر امر څو ساعته وروستیو رسنيو د يو اېس اې جي اېم خپور کړی ليک خپور کړ چې پکې راغلي چې د ازادې اروپا راډيو تمويلوونکې پیسې ختموي.

هغه خط کیري لېک لاسلیک کړی دی چې پکې د هغې له نامه سره ليکلي چې "د يو اېس اې جي اېم د سرپرست مشر لوړپوړې سلاکاره" ده او د هغه واکونه لري.

ولسمشر ټرمپ نوموړې د امریکا غږ راډیو د مشرۍ دندې ته نوموړې وه او د هغې ګومارنه باید د یو اېس اې جي اېم مشورتي بورډ تایید کړي.

تر دې وروسته ازادې اروپا راډیو د مارچ پر ۱۸مه د یو اېس اې جي اېم او د چارواکو کیري لېک او وېکټور مورالېس پرضد مقدمه دایره کړه.

د مقدمې په درخواست کې ویل شوي چې پر ازادې اروپا راډیو د کانګرس تصویب کړې پیسې بندول د امریکا د ایین او وفاقي قوانینو سرغړونه ده، ځکه چې اساسي قانون کانګرس ته د وفاقي لګښتونو د چارو ځانګړی واک ورکړی دی.

مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو يوه څانګه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

د واشنګټن ډي سي د ابتدایه عدالت قاضي رایس لیمبرت د ۱۰ پاڼو امر خپور کړی دی او پکې یې خپل دلیلونه ورکړي دي.

په پرېکړه کې راغلي چې د بودیجې د بندولو د مخنیوي لپاره یې موقتي امر ځکه اړین دی چې په عدالت کې د ازادې اروپا راډیو د راتلونکې په اړه تر وروستي حکم پورې د راډیو د خپرونو درېدو مخه ونیسي.

ازادې اروپا راډیو هیله ښوولې ده چې د بودیجې د بندېدو خلاف مقدمه به وګټي.

قاضي ویلي، "ان که د امریکا ولسمشر هم ورته سپارښتنه" وکړي، د یو اېس اې جي اېم مشران "نه شي کولای چې بې له استدلاله د یوې جملې په لیکلو د ازادې اروپا راډیو تړلو ته اړ" کړي.

ازادې اروپا راډیو هڅه کوي چې د ۲۰۲۵ز مالي کال لپاره ورته د کانګرس د تایید کړې بودیجې پاتې برخه، چې شاوخوا ۷۷ مېلیونه ډالر جوړېږي، ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګرس لسګونه غړو له ډانلډ ټرمپه غوښتي دي چې د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې د تړلو حکم دې بېرته واخلي. هغوی استدلال کوي چې دا اقدام به د ازادې اروپا راډیو او یوشمېر نورې رسنۍ زیانمنې او یوازې د امریکا "دښمنان" لکه روسیه، چین، ایران او شمالي کوریا به "خوشاله" کړي.

په عین وخت کې په مختلفو هېوادونو کې د راډیو د بېلابېلو څانګو اورېدونکو او د ووبپاڼو لوستونکو یې په ملاتړ کې اواز پورته کړی دی او د خبریالۍ ستاینه یې کوي.

له پاکستانه تر اوکراینه، له افغانستانه تر روسیې او له ایرانه تر بېلاروسه په مختلفو ځایونو کې مېشتو اورېدونکو او لوستونکو د جګړې په لومړیو کرښو او په ځپونکې سیاسي فضا او د رسنیو لپاره په خورا مشکلو سیمو کې د ازادې اروپا راډیو د خبریالانو د زړورتیا، بې طرفۍ او پر واقعیت ولاړ ژورنالېزم ستایلی دی او د دې پر ممکنه تړل کېدو یې اندېښنې ښوولې دي.

د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره یوه خپلواکه وفاقي اداره ده چې د عامه خدماتو رسنیزې شبکې څاري.

د یو اېس اې جي اېم تر څار لاندې رسنۍ هره اونۍ د نړۍ نېږدې ۳۶۱ مېلیونه کسانو ته په شاوخوا ۵۰ ژبو خبرونه او معلومات ورکوي.


XS
SM
MD
LG