په داسې حال کې چې ایران پر ناقانونه کډوالو نورو محدودیتونو عملي کولو ته چمتووالی نیسي، په دې هیواد کې په میلیونونو افغان کډوال د خپل مستقبل په اړه له بې باورۍ سره مخامخ دی.
د ایران د حکومت د نوې پالیسۍ تر مخه به غیرقانوني کډوال د درملنې، تعلیم او په کرایه د کورونو اخستو اجازه نه لري او له یو شمېر نورو حکومتي اسانتیاوو به هم بې برخې وي.
په دې اړه د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې په رپورټ کې راغلي چې د ایران حکومت د غیرقانوني کډوالو په اړه د مارچ ۲۱مې څخه نوې پالیسي عملي کوي.
د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې سره په خبرو کې ځنو افغان کډوالو ویلي چې د نوې پالیسۍ له کبله په هسپتالونو کې د رنځورانو درملنه نشي کولای او د ډاکټرانو تر انکار وروسته پکې ځینو خپل ناروغان بیا افغانستان ته راوستلي دي.
دغه شان ځينې کسان داسې هم دي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت تر بندیزونو وروسته یې خپل ماشومان د ایران په تعلیمي ادارو کې داخل کړي وو خو پر قانوني ویزې سربېره هلته هم د زده کړو اجازه نلري.
د مارچ میاشتې په پیل کې د ایران د کورنیو چارو وزارت د افغانانو شپږ کټګورۍ اعلان کړې چې د نویو قوانینو له مخې به د مهمو خدماتو حق ولري.
په دې کې هغه افغانان شامل دي چې د کډوالو په توګه راجستر شوي، هغه کسان چې د اعتبار وړ ویزې یا د کار جواز لري، د ړنګ شوي افغان حکومت پخواني کارمندان او هغه کورنۍ چې ښوونځي ته تلونکي ماشومان لري.
دا په داسې حال کې ده چې تهران د بې اسنادو کډوالو پرضد کمپاین پیل کړی دی او په تیرو دوو کلونو کې یې له دوه ملیون څخه ډیر افغانان له هیواده ایستلي دي.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت چارواکي د دې اقدام دفاع کوي او وايي چې "په افغانستان کې د پخواني حکومت پرتله په اوسني حکومت کې امنیتي وضع ښه شوې او کډوال په ستنیدو کې هېڅ خنډ نه لري."
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اټکل کوي چې دا مهال د دوه مېلیونه بې اسناده کډوالو په ګډون په ایران کې شاوخوا څلور مېلیونه افغانان ژوند کوي. خو ځیني ایراني چارواکي ادعا کوي چې په ایران کې ۸ مېلیونه افغانان ژوند کوي.
په راپور کې راغلي چې په ایران کې اکثره د جرمونو، نامنۍ او بیروزګارۍ تور په کډوالو لګول کیږي، چې په نتیجه کې یې د افغانانو ضد ډله ییز تاوتریخوالی ډیر شوی دی او د ایراني پولیسو او امنیتي ځواکونو لخوا د ډله ییزو نیولو او ظالمانه چلند لامل شوی دی.
په برسلز کې د انټرنیشنل کرایسز ګروپ د افغان چارو شنونکی ګریم سمیت مشال راډیو ته ویلي چې پر مهاجرینو د اساسي خدماتو بندول به د کار بازار ګډوډ کړي او ډیری خلک به د رزق ګټلو لپاره غیرقانوني هلوځلو ته اړ شي.
د نوموړي په وینا ډیری افغانان د ایران د کرکروندې او تعمیر په څانګو کې کار کوي او د ایران د کاري ځواک یوه مهمه برخه جوړوي، ځکه که دوی په ډله ییزه توګه وشړل شي نو دغه سکټورونه زیانمنېدای شي.
سمیت دا خبرداری هم ورکړ چې د تهران پالیسۍ کولای شي د ایران او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی نور هم ډیر کړي.