د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې لیدلي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر خپل اېکس ایکاونټ کې لیکلي دي چې دواړو مشرانو د مارچ پر ۲۲مه په ترسره شوې دې لیدنه کې په دوه اړخیزو معاملاتو ګټورې خبرې کړې دي.
نوموړي وړاندې لیکلې دي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزيټ او ولسونو تر مینځ په تګ راتګ خبرې وشوې.
د نوموړي په وینا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي له محمد صادق خان سره له ورغلي پلاوي سره هم ملاقات کړی دی. خو هغه دا نه ده واضحه کړې چې د پاکستان له لورې په ورغلي پلاوي کې کوم مشران یا چارواکي شامل دي؟
حافظ ضیا احمد لیکي، امیر خان متقي پر محمد صادق خان واضحه کړه چې په ټرانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.
د نوموړي په وینا متقي دا خبره هم کړې ده چې په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین باید د جبري ویستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته ستانه کړل شي.
بل پلو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم پر خپل اېکس ایکاونټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د لیدو پر مهال دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره د لوړې کچې د اړیکو پر دوام موافقه وکړه. نوموړی وايي، په دې لیدنه کې یې د اسلام اباد لخوا له افغانستان سره د دوامدارو اړیکو او دوه اړخیزو ګټو ژمنې یو وارې بیا تایید کړلې.
کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان د سفر پر مهال پاکستان د تورخم لاره هم د ۲۹ ورځو له ځنډ وروسته د مارچ پر ۲۲مه د مساپرو د تګ راتګ لپاره پرانیستله. پاکستان دا لاره د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته تړلې وه چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.