د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي


په افغانستان کې نجونه په یو ټولګي کې درس وايي - انځور له ارشیفه
په افغانستان کې نجونه په یو ټولګي کې درس وايي - انځور له ارشیفه

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) وایي، د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شوی خو طالبانو بیا هم نجونه له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته پرې نه ښوولې.

د ایمنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا څانګې د مارچ پر ۲۲مه ناوخته پر خپله اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) په یو رپورټ کې غوښتنه کړې چې طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي او له هغوی سره دې له توپیري چلنده لاس واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې "پیاوړي ګامونه" پورته کړي او له طالبانو دې د حساب غوښتنې یو پیاوړی مېکانېزم جوړ او پلی کړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) هم د طالبانو له حکومته غوښتي ول چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز سمدستي لیرې کړي.

د هغې ادارې اجراییوي مدیرې کیترین رسل د مارچ پر ۲۲مه په یو بیان کې وویل: " که دا بندیز دوام ومومي نو تر ۲۰۳۰ز کاله پورې به څلور مېلیونه نجونه د زده کړو له حقه محرومې شي."

د طالبانو حکومت د بخښنې نړيوال سازمان او یونېسېف د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی دی چې د نجونو د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال جوړوي، البته دا نه یې نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې درې کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی. طالبان داراز، دا موضوعات د افغانستان کورنۍ چارې بولي او وايي، پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند کړل او تر دې یو کال وروسته یې پوهنتونونه هم وتړل.

XS
SM
MD
LG