د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه کې لسګونو زره کسانو د سیاستوال اکرم امام اوغلو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې


په استنبول کې د مظاهرو يوه څنډه
په استنبول کې د مظاهرو يوه څنډه

د ترکیې په استنبول او نورو ښارونو کې په پرله پسې پينځمه ورځ هم لسګونه زره کسانو احتجاجونه وکړ او د استنبول د ښاروال اکرم امام اوغلو د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه.

اکرم امام اوغلو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان مهم سیاسي سیال دی. حکومت پر هغه د درغليو تورونه لګولي او نيولي یې دی. ټاکل شوې وه چې اکرم امام اوغلو د مارچ پر ۲۳مه د ترکیې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د مخالفه ریپبلکن پیپلز پارټۍ د کاندید په توګه منتخب شي. په ترکیې کې ولسمشریز انتخابات په ۲۰۲۸م کال کې وشي.

پولیسو د مارچ پر ۲۳مه د احتجاج کوونکو خلاف اوښکې بهوونکی ګیس او د ربړ ګولۍ کارولي او تېزې اوبه یې ورباندې پاشلې دي. مظاهرچیانو په لاسونو کې د ترکیې بیرغونه او د مخالفو ډلو بینرې نیولي وو. د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ د نښتو راپورونه هم دي.

پولیس پر مظاهره چيانو اوښلن ګیس او اوبو شيندي
پولیس پر مظاهره چيانو اوښلن ګیس او اوبو شيندي

حکومت ۵۴ کلن امام اوغلو او د سیاستوالانو، خبریالانو او سوداګرو په ګډون لسګونه نور کسان د مارچ پر ۱۹مه د درغلیو په تور کې د تحقیقاتو کولو په نامه ونيول. هغه مشهور ښاروال د مارچ پر ۲۳مه په رسمي توګه ګرفتار شو. پر هغه د یو جنايي سازمان جوړولو او اداره کولو، رشوت اخیستو او نورو جرمونو کولو تورونه پوری شول.

امام اوغلو هغه تورونه رد کړي او بې بنیاده یې بللي دي. د هغه ګوند مشر اوزګور اوزل د امام اوغلو د نیول کېدو په اړه ويلي دي: "دا زموږ د راتلونکي ولسمشر پر وړاندې د کودتا هڅه ده."

یو شمېر اروپايي هېوادونو په استانبول کې د وروستیو پرمختګونو په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې د مظاهره چيانو او مخالفو سیاستوالو نيول جمهوريت ته زیان رسوي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وون دیرلین د مارچ پر ۲۲مه، په برسلز کې خبریالانو ته وویل: "د استنبول ښاروال نیول د سختې اندېښنې وړ دي. ترکیه باید د جمهوري ارزښتونو ساتنه وکړي، په ځانګړې توګه د منتخب چارواکو د حقونو."

ډېری منتقدینو ویلي چې دغه نیول سیاسي انګېزه لري او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اردوغان له مخې د يو مشهور سیاستوال د لیرې کولو هڅه ده. خو د اردوغان حکومت دا تورونه ردوي او وايي عدالتونه خپلواکه دي. امام اوغلو په ځینو نظرپوښتنو کې تر اردوغان مخکې دی.

اردوغان تر دې وړاندې د ولسمشرۍ دوه دورې بشپړې کړې او د هېواد وزیراعظمۍ دوره یې هم پر مخ بېولې ده. که نوموړی د تمې له مخې بیا کاندیدېدل غواړي، نو باید یا مخکې له وخته ټاکنې اعلان کړي او یا هم په ايين (اساسي قانون) کې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG