د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په سوات کې د امن کمېټې پخوانی غړی وژلی دی


پولیس په سوات کې څوکۍ کوي - انځور له ارشیفه
پولیس په سوات کې څوکۍ کوي - انځور له ارشیفه

وسله والو د خیبرپښتونخوا د سوات په کبل تحصیل کې د امن کمېتۍ يو پخوانی غړی وژلی دی.

د پولیسو په خبره، وژل شوی تن سکندر نومېده. د کبل د پولیسو مشر (ډي اېس پي) امجد علي د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د کالا کلي د کوز چم پر اوسېدونکي ډزې کوونکې نامعلومه کسان دي چې دوی یې پر ضد مقدمه درج کړې ده.

پولیسو د سکندر د کورنۍ په حواله ویلي چې د هغه له هیچا سره ذاتي دښمني نه وه. تر اوسه د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG