د تعليم نړيواله مبارزه ملاله يوسفزۍ وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز جرم دی.
نوموړې د مارچ په ۲۳مه په یوه ویډیويي بیان کې چې د هغې د بنسټ په اېکس پاڼه خپور شوی ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر تعليم بنديز هېڅ کله د منلو وړ نه دی. "دا څلورم کال دی چې طالبانو د افغان نجونو د زدهکړو حق غصب کړی دی، د نجونو پر زدهکړو بندیز نه یوازې ژوره بې انصافي ده، بلکې یو جرم دی، داسې جرم چې زه یې هېڅکله نهمنم او موږ ټول یې باید ونه منو."
ملاله یوسفزۍ چې د سولې نړیواله جایزه یې ګټلې ده، په نړۍ کې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د ملاله فنډ په نوم یوه اداره هم چلوي. ملاله یوسفزۍ وايي، طالبان نه یوازې د نجونو د زده کړو مخه نیسي، بلکې په منظم ډول د ټولنې له ټولو اړخونو څخه ښځې لرې کوي.
د مارچ پر ۲۰مه د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې د څلورم پرله پسې کال لپاره یو وار بیا هم له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شوه.
که څه هم نړیوالې ادارې، د بشري حقونو مدافع ډلې او افغانان پرلهپسې له طالبانو غواړي چې دا بندیز دې لرې کړي، خو د طالبانو حکومت چې د دې بندیز په لومړیو کلونو کې یې د نجونو د زده کړو په اړه د یوې تګلارې د جوړولو خبره کوله، اوس داسې ښکاري چې یو شمېر واکمن مشران یې د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو له پرانیستو سره موافق نه دي.