د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګریګوري کاراسین: د اوکراین په مسله له امریکې سره خبرې سختې خو ګټورې وې


د روسيې د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير ګریګوري کاراسین: انځور له ارشیفه
د روسيې د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير ګریګوري کاراسین: انځور له ارشیفه

د روسیې د مذاکراتي ډلې یوه غړی وايي، په اوکراین کې د جزوي اوربند په اړه د امریکا او روسیې خبرې "سختې" خو ګټورې وې.

ګریګوري کاراسین د مارچ په ۲۵مه د روسيې سرکاري خبري اژانس تاس ته وویل: "موږ د هر څه په اړه خبرې وکړې، دا سختې خبرې اترې وې، اسانې نه وې، خو زموږ او امریکایانو لپاره خورا ګټورې وې."

نوموړی زیاتوي چې په ډېرو ستونزو خبرې وشوې.

د روسيې د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير ګریګوري کاراسین له ډېرو تفصيلاتو ورکولو ډډه وکړه خو دومره یې وویل چې د اوکراين پر سر د امريکې او روسيې خبرې به جاري وي او د ده په خبره ملګري ملتونه او نور هېوادونه به هم په دې کې شاملوي.

د روسيې د مذاکراتي ډلې د غړي لخوا دا څرګندونې په سعودي عرب کې د اوکراين پر سر تر ۱۲ ساعته خبرو وروسته مخې ته راغلي دي.

په عين حال کې روسیې د اوکراين پر سومي ښار باندې ميزايلي بريد کړی چې پکې د ۲۳ ماشومانو په ګډون له ۹۰ زیات کسان زخميان شوي دي.

XS
SM
MD
LG