برما کې په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۶۰۰ لوړ شوی
په میانمار (چې پخوا برما بلل کېده) کې د مارچ ۲۸مې په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۶۰۰ لوړ شوی دی. چارواکو اندېښنه ښوولې چې په میانمار او ګاونډي تایلینډ کې د زلزلې له وجې د وژل شویو شمېر لا زیاتېدای شي. پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۷.۷ وو او د تایلینډ چارواکو ویلي دي چې په هغه هېواد کې په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي، تر ۱۳۵ زیات کسان ورک دي او زرګونه ټپیان دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.