د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوشمېر افغانان وايي طالبانو د ځینو ټېلېوېژني چینلونو پر خپرونو بندیز لګولی


کندهار کې یو کس د کور پر بام ډېش انتن لګوي - پخوانی انځور.
کندهار کې یو کس د کور پر بام ډېش انتن لګوي - پخوانی انځور.

د افغانستان یوشمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو حکومت د هېواد په ډېری برخو کې د محدودیتونو د لګولو په دوام، د ډېش انتنونو (اینټینو) له پروګرامونو هم یوشمېر ټېلېوېژني چینلونه لیرې کړي دي.

د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، په داسې وخت کې د ډېش انتنونو له پروګرامونو هم یوشمېر ټېلېوېژني چینلونه لیرې شوي دي وار له مخه انټرنېټ ښه کار نه کوي، برېښنا کمه او کورنۍ رسنۍ هم سم پروګرامونه نه لري.

ډېش انتنونه د سپوږمکیو (مصنوعي سیارو یا سیټلایټ) د څپو په مرسته د بېلابېلو ټېلېوېژني چینلونو خپرونې ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې پر زده کړو، کار او په نورو ډېرو برخو کې محدودیتونو د خلکو عادي ژوند وربدل کړی دی.

د خلکو په وینا، خلک اکثر د تفرېحي پروګرامونو، سیریالونو (ډرامو) او فلمونه لیدو یا د موسیقۍ اورېدو ته مخه کوي او هڅه کوي چې یو څو شېبې خپل روح او روان له ورځنیو اندېښنو وباسي.

د کابل اوسېدونکې فرخ لقا د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واکمن شوي، په ډېش انتن ځینې هغه چینلونه چې تفرېحي پروګرامونه به یې خپرول بند شوي دي.

نوموړې وویل، "ټولې ښځې او نجونه په کورونو کې ناستې دي، په کورنیو ټېلېوېژنونو کې له خبرونو پرته بل کوم پروګرام نه وي. موږ اړتیا لرو چې تفرېحي او د سرګرمۍ پراګرامونه وګورو چې ستونزې مو له پامه ووځي، د خپرونو او چینلونو بندول ښه کار نه دی."

په کابل کې د ډېش انتنونو یو عیاروونکی او ترمیموونکی ظاهر هم پخلی کوي چې یوه موده کېږي د ډېش انتنونو له پروګرامونو ځینې ټېلېوېژني چینلونه لیرې شوي دي. "د طالبانو تر راتګ وروسته، په ډېش انتن کې ځینې هغه چینلونه چې سندرې، سیریالونه او خپرونې یې نشرولې اوس نه شته."

نوموړي‌ د تفرېح ختمېدو تر څنګ د خپل روزګار په اړه هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، "په وروستیو کې ډېش انتنونه د طالب ځواکونو له خوا ټولېدل، زه اندېښمن یم که ټول ډېش انتنونه بند شي نو موږ به څنګه ډوډۍ پیدا کوو."

پر ټولنیزو رسنیو هم خبرونه خپاره شوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له ډېش انتن څخه د ځینو چینلونو د لېرې کولو تر څنګ، د دوی د پلټنیز یا د تالاشۍ ټیمونو د ډېش انتنونو کاسې هم د خلکو د کورونو له بامونو ښکته کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د خلکو له کورونو د ډېش انتنونو د کاسو ښکته کولو خبره ردوي.

ده د فبرورۍ پر ۱۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د کوم ځانګړي چینل نوم وانخیست خو وايي، "د ډېش انتن ځینې چینلونو غیر اسلامي خپرونې درلودې، له دې امله لېرې کړل شوي دي."

مجاهد وايي، د ډېش انتنونو ټولولو پلان نه لري او هغه امنیتي مسوولین چې د کورونو تالاشي کوي د دې کار اجازه نه لري. "موږ هغه چینلونه له ډېش انتنونو څخه لیرې کړي دي چې د اسلام خلاف نشرات یې درلودل، په هره ټولنه کې د ډېش انتنونو کنټرول شته او موږ هم دا کنټرول کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ډېری کورنیو رسنیو تفرېحي خپرونې، فلمونه، موسیقي، سیریالونه او ان د ماشومانو روزنیزې خپرونې هم محدودې کړې دي.

XS
SM
MD
LG