د لاسرسي ځای

تازه خبر

امینه محمد: په افغانستان کې له حقونو د ښځو محرومولو د بشري حقونو حالت لا خراب کړی


د ملګرو ملتونو مرستیاله امینه محمد د سازمان یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو مرستیاله امینه محمد د سازمان یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر خراب وضعیت اندېښنه ښوولې ده.

د سازمان د مشر مرستیالې امينې محمد د اکتوبر پر۲۴مه د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، له حقونو د ښځو او نجونو محرومول دا ښيي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت شاتګ کړی او خراب شوی دی. "په افغانستان کې له ټولنې او حکومتولۍ د ښځو شدید محرومیت دلته د ښځو د حقونو په برخه کې ښکاره شاتګ ښیي. دا مهمه ده چې موږ په افغانستان او له هغې وړاندې د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړو او د هغوی د حقونو د دفاع لپاره په هر ځای او هر فرصت کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو."

محمد وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره زیاتو هڅو او همغږۍ ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو محدودیتونه لګولي دي. دوی ښځې له ثانوي او لوړو زدکړو څخه منع کړي، او پوهنتونونه او منځني ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

طالبانو ښځې له ډېرو دولتي او ناحکومتي کارونو ګرځولې دي، او په ډېریو ادارو کې ښځو د کار حق له لاسه ورکړی. د دې ترڅنګ طالبانو ښځې له عامه ځایونو لکه پارکونو، حمامونو او ورزشي مرکزونو څخه هم منع کړې دي او هغوی له محرم پرته سفر نه شي کولای.

غونډې ته د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییوي مشرې سیما بحوث هم وینا وکړه او و یې ویل چې مېلیونونه افغان ښځې او نجونه په افغانستان کې له لومړنیو حقونو بې‌ برخې شوي او د زندانیانو په څېر ژوند کوي. "موږ د هغو مېلیونونو افغان ښځو او نجونو د وېرې یادونه کوو چې له زده‌ کړو، راتلونکې او خپل غږ څخه محرومې شوي دي، دوی اړ ایستل شوي چې غلې شي او په خپلو کورونو کې د زندانیانو په څېر ژوند وکړي."

د طالبانو حکومت چارواکو د ملګرو ملتونو د دې اندېښنو او څرګندونو په اړه په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې د ښځو تعلیم او کار د دوی داخلي موضوع ده او په اړه يې د "شریعت په چوکاټ" کې پالیسي جوړوي.

طالبان داراز ټینګار کوي چې د افغانستان ښځې د "شریعت په چوکاټ" کې له ټولو حقونو برخمنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېکس سازمان په ۱۶مه سرمشریزه کې هم غړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټيزو حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

تر دې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي ول چې یوازې په خبرو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو مخه نه‌‌ شي نیول کېدای، بلکې په‌‌ دې برخه کې باید پیاوړي اقدامات وشي او حکومتونه له طالبانو سره حساب‌ وکړي.

XS
SM
MD
LG