د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسماعیل هنیه وژنه د غزې جګړې د ختمولو لپاره څه معنا لرلای شي؟


اسماعیل هنیه په ۲۰۱۴ز کال کې په غزه کې د حماس پلویانو ته د وینا پر مهال.
اسماعیل هنیه په ۲۰۱۴ز کال کې په غزه کې د حماس پلویانو ته د وینا پر مهال.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو مخکې هم په غزې تړانګه کې پر اوربند د موافقې او د اسراییلیو یرغمل شویو د ازادولو په اړه خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخې وي.

۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د نوموړي د جنازې لمونځ د اګست پر لومړۍ نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امامت کې وشو. د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون ګڼ لوړپوړي چارواکي او زرګونه خلک د هغه جنازې ورغلي ول. هنیه په قطر کې مېشت وو او مړی یې په دوحه کې خاورو ته سپارل کېږي.

د نوموړي وژنې د غزې تړانګې د ویجاړوونکې جګړې ختمولو په نیت روانې خبرې لا پېچلې کړې دي او د اوربند د تړون او مذاکراتو د دوام احتمال کم شوی دی.

هنیه د نړیوالو په مینځګړتوب په هغو مذاکراتو کې کلیدي رول لوبولی وو چې د فلسطینيانو په قلمرو کې د دایمي اوربند ترلاسه کول او د اسراییليو یرغمل شویو خوشې کول پکې شامل ول.

نوموړی د حماس ډلې له نسبتاً منځلارو مشرانو څخه یو بلل کېږي.

د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د جولای پر ۳۱مه د نوموړي تر وژنې وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې مینځګړتوب "به څنګه بریالی شي چې یو لوری راپاڅي او د بل لوري مرکچي وژني؟"

خلیجي هېواد قطر له څو میاشتو راهیسې له مصر سره یوځای د جګړې ختمولو په اړه د خبرو مینځګړی دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې وویل چې د هنیه وژنې د سولې خبرې زیانمنې کړې دي.

د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حماس ویلي دي چې د هنیه وژل به "بې‌ ځوابه پاتې نه‌ شي،" او دا چې د هغه وژنه یو سېلابي ابشار دی چې "جګړه به تر نويو سطحو ورسوي."

البته حماس ډلې د خپلو خبرداریو تر څنګ ویلي، ښايي د ځوابي اقدام لپاره پوځي ځواک و نه لري. هغه ډله وار له مخه له اسراییلو سره په ۱۰ میاشتینۍ وحشیانه جګړه کې ښکېله ده.

اخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د هنیه وژنه په غزه کې د اوربند لپاره ګټوره نه ده. نوموړي د اګست پر لومړۍ نېټه په میریلینډ ایالت کې خبریالانو ته وویل چې د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې مستقیمې خبرې کړې دي.

له دې ها خوا، داسې احتمال نه‌ شته چې حماس ډله دې نورو مذاکرو ته زړه ښه کړي او په دې لړ کې ځینې عملي ملاحظات هم شته.

هنیه یو تجربه کار شخصیت وو چې پر نړیواله سطحه پېژندل کېده او په منځني ختیځ او تر هغه ها خوا یې له متحدانو سره اړیکې سمبالولې.

د هغه له ځینو وروستیو تصویرونو ښکاري چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته غاړه ورکوي. هغه په قطر کې اوسېده او کولا یې شول چې سفرونه وکړي او په مهمو غونډو کې ګډون وکړي.

د اسماعیل هنیه وژنې په حماس ډله کې د پام وړ خلا پیدا کړې او لا معلومه نه ده، چې څوک به یې ځایناستی شي.

یو شخصیت د حماس د پوځي څانګې مشر یحیا السنوار دی چې ورته پر اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر د اوومې د حملې د اصلي طراح په سترګه کتل کېږي. حماس په هغه حمله کې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې پراخه پوځي عملياتو ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې ډېری یې ملکیان دي. د جګړې پر مهال تر ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

داسې ګومان کېږي چې سنوار به اوسمهال په غزه کې پټ وي.

بل مهم شخصیت زاهر جبارین دی چې د اسراییلو تر اشغال لاندې په لوېدیځه غاړه کې، چې یوه برخه یې د فلسطیني ادارې تر کنټرول لاندې ده، د حماس مشري کوي. دی هم پټ دی.

اسراییل، چې د حماس د رهبرۍ د ختمولو ژمنه یې کړې، هغو دواړو کسانو ته د مهمو هدفونو په سترګه ګوري.

یو نوی مشر ښايي په قطر کې د حماس له سیاسي دفتره راڅرګند شي، خو دا کار ممکنه ده چې وخت ونیسي او دا هم معلومه نه ده چې هغه دوه کسان به کوم موقف ته ورسېږي.

اسماعیل هنیه (کیڼ لوري ته) د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره د روغبړ پر مهال - پخوانی انځور.
اسماعیل هنیه (کیڼ لوري ته) د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره د روغبړ پر مهال - پخوانی انځور.

هنیه په غزه کې د حماس د افراطي عناصرو پرتله تر ډېره یو عمل خوښوونکی کس ګڼل کېده. هغه، چې امریکا حکومت یې نوم د "ترهګرو په لېسټ" کې اچولی وو، د اکتوبر د اوومې د بریدونو ملاتړ کړی وو.

د ایران دولتي ټېلېوېژن وویل، د هنیه وژنه به نورې مذاکرې تر "څو میاشتو" وځنډوي.

ډېری څارونکي په دې باور دي چې د هنیه وژنه د سیمه ییزې شخړې خطر لا پسې زیاتوي ځکه چې د ایران ستر مذهبي مشر خامنه يي ویلي د اسماعیل هنیه د وژل کېدو غچ به اخلي.

د نوموړي د دې ګواښ له کبله په سیمه کې اندېښنې لا زیاتې شوې دي او د ترینګلتیا زیاتېدل ښايي نه یوازې د اسراییلو او حماس ترمینځ د خبرو احتمال لا زیات کم کړي، بلکې پیدا شوی درز به لا پسې پراخ کړي.

البته ډېر څه ښايي په سیمه کې د ایران او د ملاتړیو وسلوالو او نیابتي ډلو په عملونو پورې تړاو ولري.

ایران د هنیه په وژنه کې امریکا هم پړه ګڼلې او دا ځکه چې واشنګټن د اسراییلو پوځي، اقتصادي، او ډېپلوماټیک ملاتړ کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن پر اسماعیل هنیه په برید کې د لاس لرل رد کړي او وايي چې په دې اړه له مخکې خبر هم نه وو.

البته نوموړي د اګست پر لومړۍ نېټه د منګولیا په پلازمېنه اولانباتار کې د خبرو پر مهال په منځني ختیځ کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له هغو اقداماتو دې ډډه وکړي چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاتولای شي.

بلېنکن زیاته کړه چې سوله د اوربند له لارې کېدای شي او سولې ته "د رسېدو لپاره باید ټولې خواوې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي."

هغه تر دې یوه ورځ مخکې هم محتاطانه څرګندونې وکړې او و یې ویل، "د اوربند ترلاسه کولو اهمیت، چې ټولو اړخونو ته ارزښت لري، پر ځای پاتې دی."

XS
SM
MD
LG