د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان له دوکۍ تښتول شوي مزدوران لا هم بې درکه دي


په بلوچستان کې د کان مزدوران د سکرو بوجۍ ډکوي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې د کان مزدوران د سکرو بوجۍ ډکوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان له پښتون مېشته سیمې دوکۍ څخه پینځه ورځې مخکې د سکرو د کان تښتول شوي اووه مزدوران لا هم ورک دي.

د مزدورانو او کارګرانو د ملي ټولنې (نیشنل لېبر فیډرېشن) ضلعي مشر امیر خان د مارچ پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل چې که هغه مزدوران خوشې نه شول نو د احتجاج په توګه د کویلې (سکرو) کانکیندنه دروي.

خان وویل، بلوڅ وسلوالي ډلي بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د مزدورانو د تښتولو ذمه واري منلې ده او د هغوی د تښتولو پرمهال یې په لیکلي پیغام کې ویلي دي چې په دوکۍ کې دې کانکیندنه ژر تر ژره ودرېږي.

دار زار، کان کیندونکو د مارچ پر ۲۶مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړ او د تښتول شویو مزدورانو د خلاصولو غوښتنه یې وکړه.

مظاهرچیانو د هرنایي په زردالو سیمه کي یوه اوونۍ وړاندې د کویلې په کان کې د شوې چاودنې قربانیانو له کورنیو سره د مرستو او د کارګرانو د خوندیتوب غوښتنه هم وکړه.

د مارچ پر ۱۹مه، د هرنايي، زردالو په غرونو کې د سکرو په کان کې ۱۲ مزدوران وژل شوي ول. هغه کسان تر روژه ماتي وروسته په کار بوخت ول چې په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې چاودنه وشوه.

د بلوچستان په هرنایي، دوکۍ او نورو سیمو کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وسلوال وخت پر وخت په بریدونو کې د سکرو د کانونو مزدوران او لېږدوونکي، امنیتي سرتېري او ولسي وګړي په نښه کوي.

د کان کېندونکیو ټولنې د چارواکو په وینا، په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ مزدوران کار کوي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې دي.

دا راز د سوات، بر دیر، کورمې او د افغانستان ګڼ اوسېدونکي هم په هغو درنګونو (کانونو) کې مزدوري کوي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې د بلوچستان له کانونو څخه د کویلې او نورو معدنیاتو د ایستلو خلاف دي.

تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د کویلې مزدوران تښتول شوي دي. د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د صوبې له مچ سیمې څخه شپږ کانکیندونکي تښتول شوي ول.

له دې علاوه، ځینې وخت کانونه نړېږي یا پکې چاودنې کېږي چې مزدورانو ته مرګژوبله اړوي. د روان کال په جنورۍ کې د دوکۍ په یو کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران وژل شوي ول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، په هغه هېواد کې د سکرو د کان کیندونکو د حفاظت لپاره قوانین نه عملي کېږي.

خو په کوټه کي د کان کیندو د حفاظت د حکومتي ریاست (ډایرېکټرېت اف ماینز) مشر عبدالغني شاهواني مشال راډیو ته ویلي چې تر هغو چې د کانونو د ټېکو ورکولو نظام نه وي ختم شوی، هلته د ناوړه او مرګونو پېښو مخنیوی ستونزمن کار دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG