د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تذکرو ریاست وره ته مخامخ یوه چاودنه شوې ده چې پکې د طالبانو د حکومتي سرچینې په وینا دوه تنه وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.
د طالبانو یوې باوري حکومتي سرچینې د موضوع حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۳مه ماسپښین مهال یو مشکوک بریدګر، چې په پلاسټيکي کڅوړه کې ورسره چوونکي مواد ول، غوښتل چې د تذکرو ریاست ودانۍ ته داخل شي.
دی وايي چې تر دې مخکې چې هغه کس ودانۍ ته ننوځي، چوونکي مواد یې وچاودېدل چې پکې هغه ژوبل شو خو دوه ولسي وګړي ووژل شول.
عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې چاودنه له پامیر سینما سره نېږدې په داسې ځای کې شوې چې د سړک تر غاړې پلورونکي ولاړ ول او همهغوی ته یې مرګژوبله واړوله.
د طالبانو حکومت لا رسماً د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د چاودنې ذمه واري هم چا نه ده منلې.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پلازمېنه کابل کې یوشمېر حملې شوې دي. د سېپټېمبر پر دویمه د کابل ښار په شپږمه حوزه کې په ځانمرګي برید کې شپږ کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول.
تر دې وړاندې، د اګست پر ۱۱مه د کابل په دشت برچي کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ژوبل کړی وو. د هغه برید ذمه واري د اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) خراسان څانګې منلې وه.
په کابل کې تازه چاودنه پر داسې مهال شوې چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د هغې ډلې د ختمولو دعوه وکړه چې په سېپټېمبر کې یې په غور ولایت کې په حمله کې ۱۴ شیعه ګان وژلي ول.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې "ځانګړو ځواکونو" یې د غور ولایت په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.