د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن وايي چې د اسراییلو او حماس ترمینځ د اوربند موافقه باید لاسلیک شي


اینتني بلېنکن د اګست پر ۲۰مه له دوحې څخه هېواد ته ستون شو.
اینتني بلېنکن د اګست پر ۲۰مه له دوحې څخه هېواد ته ستون شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په داسې حال کې منځني ختیځ ته خپل سفر پای ته رسولی چې هلته د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ د اوربند موافقې په اړه کوم مهم پرمختګ و نه شو.

بلېنکن او نورو مینځګړو هېوادونو، مصر او قطر، پر هغې موافقې خبرې وکړې چې موخه یې د اسراییلو او حماس تر مینځ فاصلې کمول او دواړه خواوې د ۱۰ میاشتنۍ جګړې ختمولو لپاره اوربند ته راضي کول دي.

بلېنکن د اګست پر ۲۰مه له دوحې څخه تر روانېدو وړاندې خبریالانو ته وویل باید د اوربند په اړه هغه تړون لاسلیک شي او په دې اړه راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي.

امریکا وایي روانه اونۍ هم په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه خبرو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا، مصر او قطر له تېرو څو مياشتو راهيسې د اسراييلو او حماس ترمينځ د يوې موافقې هڅې کوي چې تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. داراز، د اسراییلو پوځ د اګست پر ۲۰مه وویل چې د غزې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو د اګست پر ۱۵مه وویل د اسراییلو او حماس ترمينځ په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۰،۰۰۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG