د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې بولان میډیکل کالج د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ تر نښتو وروسته تړل شوی دی


بولان میډیکل کالج د نومبر پر ۱۳مه تړل شوی دی.
بولان میډیکل کالج د نومبر پر ۱۳مه تړل شوی دی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بولان میډیکل کالج انتظامیې د نومبر له ۱۳مې څخه تر دوو اونیو پورې د پوهنځي تړلو اعلان کړی دی.

د کالج مشر یا پرېنسیپل د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې د استادانو او زده کوونکو د حفاظت لپاره کړې ده.

بیان زیاتوي چې په تېرو ورځو کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ د نښتو له وجې په پوهنځي کې وضعیت ترینګلی دی.

په همدې حال کې پولیسو ویلي دي چې د کالج ۱۲۸ زده کوونکي یې د عامه نظم ګډوډۍ د مخنیوي قانون درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې نیولي دي.

د نومبر پر ۱۱مه د بولان میډیکل کالج د نارینه وو په هاسټل یا لیلیې کې د پښتنو او بلوڅو زده کوونکو د دوو سازمانونو ترمینځ نښته شوې وه.

تر هغې وروسته پولیسو د ځینو زده کوونکو پرضد مقدمه دایره کړې وه.

د کوټې د پولیسو مشر محمد بلوڅ رسنیو ته ویلي دي چې پولیس چې د نومبر پر ۱۲مه په مقدمه کې د یادو زده کوونکو د نیولو لپاره هاسټل ته ورغلل نو زده کوونکو ورباندې ډبرې یا کاڼي وویشتل.

دی وايي چې زده کوونکو د بولان میډیکل کمپلېکس روغتون مخې ته سړک هم احتجاجاً تړلی وو.

پولیسو د هغوی د منتشرولو لپاره اوښلن ګیس وکاراوه چې پکې د بولان میډیکل کمپلېکس روغتون مشر ډاکتر سلطان لهړي په خبره د یوې نجلۍ په ګډون اووه زده کوونکي ژوبل شول.

د کوټې د پولیسو مشر محمد بلوڅ زیاتوي چې پولیسو د نومبر پر ۱۲مه ۱۲۸ زده کوونکي ګرفتار کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG