د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوالو د غوښتنې نه منل کېدو صورت کې د سرکاري دفترونو تړلو ګواښ کړی


د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې احتجاج دوام لري ـ انځور له ارشیفه.
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې احتجاج دوام لري ـ انځور له ارشیفه.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد په چمن کې پرلت لا هم دوام لري.

د پرلت مشر غوث الله د فبروري پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې د احتجاجونو په بل پړاو کې به د سرکاري دفترانو مخ ته کنټېنرونه ږدي او مخه به یې بندوي.

هغه وویل چې که حکومت یې د غوښتنې نه مني نو مجبور دي چې احتجاج نور پراخ کړي.

غوث الله زیاته کړه چې د پرلت کمېټۍ په دې اړه پرېکړه کوي چې د سرکاري دفترونو مخې ته کنټېرونه کله کښېږدي.

د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د چمن - سپین بولدک ترمینځ د لارې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکه د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د هغه په خبره، خلکو پر هغه ځای کې هره ورځ مزدوري کوله او د ورځې به یې تر ۱،۰۰۰ پورې روپۍ ګټلې خو اوس د چمن ډېرې کورنۍ یو موټی اوړه نه لري.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې پر هغه پوله به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

تر دې وړاندې احتجاجیانو د جنورۍ پر ۲۱مه د نه خوړو احتجاج پیل کړ خو د دیني عالمانو او ولسي او سیاسي مشرانو په ټینګار یې ۳۵ ساعته وروسته ختم کړ.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

احتجاجیانو د خپلې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو میاشتو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له دې اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

نوموړي تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان چارواکو د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تلونکو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې هم د سفري اسنادو شرط عملي کړی دی.

XS
SM
MD
LG