د لاسرسي ځای

تازه خبر

له چینه لومړنی مال لېږدوونکی اورګاډی مزارشریف ته رسېدلی دی


طالب چارواکي وايي چې په اورګاډي کې ۵۵ کانټېنرونه بار ول ـ پخوانی انځور.
طالب چارواکي وايي چې په اورګاډي کې ۵۵ کانټېنرونه بار ول ـ پخوانی انځور.

له چینه په سوداګریزو مالونو بار لومړنی اورګاډی د قازقستان او ازبکستان له لارې تر تېرېدو وروسته د افغانستان مزارشریف ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نومبر پر ۲۳مه په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې په اورګاډي کې ټول ۵۵ کانټینرونه ول او په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته رسېدلی دی.

په بیان کې یادونه شوې چې اورګاډی به د ستنېدو پر مهال د افغانستان ځینې صادراتي توکي له ځان سره چین او په لاره کې پرتو نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

په عین حال کې، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ او سفیر جاو شېنګ د نومبر پر ۲۳مه په سیاسي چارو کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر او نورو چارواکو سره وکتل.

دا په داسې حال کې ده چې چین په وروستیو کې اعلان کړی چې له ډېسېمبر میاشتې څخه د افغانستان پر صادراتو (برامداتو) تعرفه یا ټیکس نه اخلي.

چینایي مالونه افغانستان ته په څو مهمو لارو لېږدول کېږي. له هغو څخه یې لومړۍ د واخان دهلېز لاره ده چې چین او افغانستان سره مستقیماً نښلوي، خو هغه لاره د سختو جغرافیایي شرایطو او د مناسبې بېخبنا نه موجودګۍ له کبله نه کارول کېږي.

دویمه مهمه لاره د پاکستان ده، چې ورباندې چینايي او افغان مالونه له کراچۍ بندر او بیا د تورخم او سپین بولدک له بندرونو لېږدول کېږي.

درېیمه لاره د افغانستان په شمال کې د تاجکستان ده چې ورباندې د دواړو لوریو مالونه لېږدول کېږي.

له دې پرته څلورمه لاره د ایران ده چې پکې د هغه هېواد بندر عباس او چابهار د سوداګرۍ لپاره کارېږي.

XS
SM
MD
LG