د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي مقدونیا په یو کلب کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۵۹ تنه وژلي دي


ژغورونکي تر اورلګېدنې وروسته کلب ته داخلېږي - د مارچ ۱۶مې انځور.
ژغورونکي تر اورلګېدنې وروسته کلب ته داخلېږي - د مارچ ۱۶مې انځور.

د شمالي مقدونیا د یو وړوکي ښار په یوه میخانه او تفریحي ځای کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۵۹ تنه وژلي دي.

د کورنیو چارو وزیر پانچې توشکوفسکي د مارچ پر ۱۶مه خبري غونډې ته وویل چې اور د مارچ پر ۱۵مه شپې ناوخته د کوچاني وړوکي ښار په کلب کې د یو کنسرټ پر مهال د اورلوبې له کبله لګېدلی دی.

دی وايي، په پېښه کې ۱۰۰ تنه ژوبل شوي چې په روغتون کې بستر دي.

توشکفوسکي وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې د کلب چت له داسې موادو جوړ وو چې په اسانۍ اور اخلي او چې اورلوبه روانه وه نو اور یې واخیست.

دی زیاتوي چې د همدې له وجې میخانه په خورا چټکۍ له دوده (لوګي) ډکه شوه.

په پېښه کې د اغېزمنو شویو خپلوان او دوستان سهار د ځايي روغتون او سرکاري دفترونو مخې ته ورغونډ شوي ول چې معلومات ترلاسه کړي.

کوچاني د شمالي مقدونیا له پلازمېنې سکوپيې څخه ختیځ لوري ته شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره پروت ښار دی.

XS
SM
MD
LG