د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي جرګګۍ د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر د اسمبلۍ غړيتوب ختم کړ


ضیا لانګو د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې د بلوچستان اسمبلۍ پر څوکۍ کامیابه ګرځول شوی وو - پخوانی انځور
ضیا لانګو د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې د بلوچستان اسمبلۍ پر څوکۍ کامیابه ګرځول شوی وو - پخوانی انځور

د بلوچستان انتخاباتي جرګګۍ (ټرېبیونل) د صوبې د کورنیو چارو وزیر میا ضیا الله لانګو د صوبايي اسمبلۍ له څوکۍ او وزارته لیرې کړی دی.

البته یوې بلې انتخاباتي جرګګۍ د اګست پر ۲۱مه د اعلاوزیر سرفراز بګټي د صوبايي اسمبلۍ د څوکۍ ګټلو پر ضد د هغه د مخالفه کانديد درخواست رد کړی دی.

ضیا لانګو د روان ۲۰۲۴ز کال فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې د بلوچستان اسمبلۍ د ۱۷مې حلقې پر څوکۍ کامیابه اعلان شوی وو چې پر ضد يې مخالفه کانديد مير سعيد په انتخاباتي ټرېبیونل کې درخواست دایر کړی وو او ویلي یې ول چې لانګو هغه څوکۍ نه ده ګټلې.

د بلوچستان های کورټ قاضي عبدالله بلوڅ په مشری جرګګۍ د اګست پر ۲۱مه د میر سعید د درخواست اورېدنه وکړه چې ورته د دواړو وکیلان حاضر شول.

تر اورېدنې وروسته ټرېبیونل د جمیعت علمای اسلام (ف) نوماند کانديد میر سعيد په حق کې فیصله واورله او امر يې وکړ چې د ۱۷مې انتخابي حلقې د رایې اچونې پر اووه مرکزونو دې بیا انتخابات وشي.

تر پرېکړې وروسته د میر سعید وکیل اکرم شاه خبریالانو ته وويل چې ټرېبیونل د ضیا لانګو د بلوچستان اسمبلي غړيتوب ختم کړی او له هغه څخه يې وزارت هم اخیستی دی.

په همدې حال کې د جسټس روزي خان بړېڅي په مشرۍ بلې انتخاباتي جرګګۍ د بلوچستان د اعلا وزیر سرفراز بګټي پر ضد پر دایر شوي درخواست خپله خوندې کړې فیصله د اګست پر ۲۱مه واوروله.

د نوموړي پر ضد د هغه مخالفه نوماند ګهرام بګټي درخواست دایر کړی وو چې پکې يې دعوه کړې وه چې بګټي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې له ډېره بګټي څخه د بلوچستان اسمبلۍ څوکۍ نه ده ګټلې.

خو ټرېبیونل د ګهرام بګټي درخواست خارج کړ او د سرفراز بګټي بریا يې پر ځای وساتله.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG