د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې د جماعت اسلامي د مشر پر قافله چاودنې یوشمېر کسان ژوبل کړي دي


ضلعي انتظامیې د مې ۱۹مې تر چاودنې وروسته د ژوب په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
ضلعي انتظامیې د مې ۱۹مې تر چاودنې وروسته د ژوب په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د بلوچستان په ژوب کې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د درو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي، چاودنه د مې ۱۹مې پر مازیګر پر داسې وخت شوې چې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د هغه ښار په ظریف شهید پارک کې یوې جلسې ته د وینا لپاره ورروان وو.

دوی وايي، چاودنه د ټرک اډې مخې ته په هغه ځای کې شوې چې پکې د جماعت اسلامي ډېری غړي او اوسېدونکي د خپل مشر ستړي مه شي ته ولاړ ول.

تر اوسه د مرګژوبلې کره شمېر معلوم نه دی خو جماعت اسلامي وايي، په هغه ځانمرګي برید کې اووه تنه ژوبل شوي دي.

جماعت اسلامي پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې ویلي دي چې ځانمرګی برید د سراج الحق پر قافله شوی دی چې پکې هغه خوندي دی خو د ګوند اووه غړي ژوبل شوي دي چې د څلورو روغتیايي حالت خراب دی.

په بیان کې راغلي چې برید هغه مهال شوی چې سراج الحق د ژوب جلسې ته پر لاره وو.

بیان زیاتوي چې د جماعت اسلامي مشر له ژمنې سره سم د ژوب جلسې ته روان شوی او هلته به وینا کوي.

ضلعي انتظاميې تر پېښې وروسته په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړی دی او امنیتي سرتېرو هغه سیمه کلابنده کړې ده.

د ژوب د روغتون ډاکتران وايي، هلته د درو ماشومانو په ګډون شپږ ژوبل کسان وروړل شوي دي چې د ټولو روغتیايي حالت له خطره بهر دی.

د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس په یو بیان کې د جماعت اسلامي پر قافله د برید غندنه کړې ده او امنیتي سرتېرو ته یې د هغه د امنیت لپاره د لا زیاتو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي.

د مې پر ۱۹مه د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وواژه. تر دې مخکې د مې پر ۱۲مه وسلوالو په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي سرتېرو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ وايي، نښته د مې ۱۳مې تر سهاره روانه وه چې پکې شپږ پوځیان، یو ولسي وګړی او شپږ وسلوال ووژل شول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوې نوې وسلوالې ډلې ومنله چې په وروستیو کې یې په هغه هېواد کې د یوشمېر نورو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.

د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لوري ته د کچلاغ (کچلاک) سيمې په یو جومات کې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال څلور پوليس سرتېري ووژل شول.

پولیسو هلته تر هغې وروسته عملیات وکړل چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې (ايګل سکواډ) ناڅرګنده وسلوالو بريد وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

تر هغې پېښې لږه شېبه وروسته په کوټه کې په غبرګو چاودنو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۲۳ ژوبل شول.

په بلوچستان کې د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG