د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د بلوچستان کېچ کې د موبایل ټېلېفون ستنې ۵ کارکوونکي ورک شوي دي


د کېچ ضلې په تربت کې پر یوه مرکزي څلورلاره د بلوڅانو د اتل چاکر اعظم مجسمه جوړه ده - پخوانی انځور.
د کېچ ضلې په تربت کې پر یوه مرکزي څلورلاره د بلوڅانو د اتل چاکر اعظم مجسمه جوړه ده - پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې د بلوچستان په غربي کېچ ضلع کې د موبایل ټېلېفون د شبکې (نېټورک) د ستنې (ټاور) پینځه تخنیکي کارکوونکي ورک شوي دي.

د کېچ انتظامي مشر دفتر د جنورۍ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې د لېویز او نورو امنیتي ځواکونو سرتېري سیمي ته رسېدلي دي او د ورکو کسانو لټون یې پیل کړی دی.

په بیان کې البته نه ده روښانه شوې چې ایا هغه کارکوونکي تښتول شوي او که څنګه؟

ضلعي انتظامیې په بیان کې یوازې دا ویلي دي چې هغه کارکوونکي د ضلعې له هوشاب سیمې ورک شوي دي او لټون یې روان دی.

خو د هوشاب د لېویز ځواک یو چارواکي منظور بلوڅ خبریالانو ته ویلي چې پینځه واړه ورک کسان د جنوبي پنجاب اوسېدونکي ول.

دی وايي چې هغوی د جنورۍ پر ۲۴مه د اواران په ساجدي بازار کې د موبایل ټېلېفون د یوې ستنې لګولو لپاره پر لاره ول چې له اوارانه اووه کېلومیټره لیرې د کېچ ضلعې د هوشاب په ډنډار سیمه کې ورک شول.

بلوڅ زیاتوي چې د لېویز ځواک سرتېرو هغه موټر موندلی دی چې پکې هغه کسان سپاره ول.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي په بیان کې ویلي دي چې امکان دی چې په پېښه کې په صوبه کې "د ترهګرۍ په فعالیتونو کې د ککړو ډلو" لاس وي.

نوموړي په بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي او تر اوسه پورې کومې ډلې هم د هغو کارکوونکو د ورکېدو په اړه څه نه دي ویلي.

البته په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې بېلتونپالې ډلې فعاله دي چې وخت پر وخت پر امنیتي ځواکونو، حکومتي کارکوونکو او د نورو صوبو پر مزدورانو د حملو ذمه وارۍ مني.

د روان کال د جنورۍ پر ۱۴مه د بلوچستان په کېچ کې د امنیتي ځواکونو ګاډی د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو. د پاکستان پوځ وویل چې تر چاودنه وروسته یې له وسلوالو سره نښته پیل شوه چې پکې پینځه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول. کومې وسلوالې ډلې د هغې پېښې په اړه څه نه ول ویلي.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۳۱مه په تربت کې وسلوالو پینځه تنه ووژل چې څلور یې مزدوران او یو یې د پولیسو سرتېری وو. پولیسو هغه مهال ویلي ول چې څلورواړه مزدوران د پنجاب اوسېدونکي ول.

د تربت د پولیسو مشر محمد بلوڅ مشال راډیو ته ویلي ول چې له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې وسلوالو پر هغو کسانو ډزې وکړې چې پکې یو تن ژوبل شوی هم وو.

د هغې پېښې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۴مه هم په تربت ښار کې د وسلوالو په برید کې شپږ مزدوران، چې د پنجاب اوسېدونکي ول، وژل شوي ول.

د بلوچستان حکومت تر هغې پېښې وروسته د تربت د پولیسو مشر له دندې ګوښه کړی وو.

تربت د کېچ ضلعې مرکزي ښار دی چې د بلوچستان له سرښار کوټې څخه ۸۰۰ کېلومیټره لیرې جنوب لویدیځ لوري ته پروت دی او وخت په وخت پکې د ناامنۍ پېښې کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG