د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څلور ګوندونو اتحاد په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو ضد په کوټه کې پرلت ختم کړ


په کوټه کې د فبرورۍ له ۱۰مې د څلورو ګوندونو اتحاد پرلت پیل کړی وو ـ د فبرورۍ ۱۷مې انځور.
په کوټه کې د فبرورۍ له ۱۰مې د څلورو ګوندونو اتحاد پرلت پیل کړی وو ـ د فبرورۍ ۱۷مې انځور.

په بلوچستان کې د څلورو ګوندونو اتحاد د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد پرلت ختم کړی دی.

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند مشرانو او سیاستوالانو د فبرورۍ پر ۱۰مه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړ او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت هم وواهه.

دوی په بلوچستان کې په يوشمېر سيمو کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه هم کړي دي.

د پرلت تر ختمولو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر قهار خان ودان مشال راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ ضد پيل کړی احتجاج د بلوچستان نورو ضلعو ته غځوي.

د پرلت ګډونوالو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره وخت پر وخت وینا وې وکړې.

دوی تور پورې کړ چې د اتمې فبرورۍ په انتخاباتو کې ورسره په "پراخه کچه" ټګي شوې ده.خو حکومت او انتخاباتي کمېشن دا تورونه رد کړي دي.

د فبرورۍ پر اتمه په بلوچستان کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو انتخابات شوي دي. هلته د صوبایي اسمبلۍ ۵۱ عمومي څوکۍ دي. دا څوکۍ بېلا بېلو ګوندونو او ازاد کاندیدانو ګټلي دي چې د ټاکنو کمېشن د وروستیو شمېرو ترمخه پکې زیاتې ۱۱ څوکۍ پیپلز ګوند ګټلي دي.

دا راز جمعیت علمای اسلام او مسلم لیګ (ن) ۱۰ ـ ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي پارټۍ (باپ) پینځه، نیشنل پارټۍ درې، عوامي نیشنل ګوند دوه او بلوچستان نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ (عوامي)، حق دو تحریک او جماعت اسلامي یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG