د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیله من وزیر څوک وو؟


ګیله من وزیر څوک وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:08 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او شاعر ګیله من وزیر د جولای پر ۱۲مه په شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل کېږي. نوموړی د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د ټپونو له امله ومړ. هغه د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د یوشمېر کسانو په حمله کې ژوبل شوی وو. پولیس وايي، پر ګیله من وزیر په حمله کې د ککړو کسانو لټون کوي. په پاکستان او افغانستان کې سیاستوالانو او فعالانو د نوموړي پر مړینه خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې هغه د شعر په ژبه د پښتنو د حقونو لپاره اواز پورته کاوه. په دې رپورټ کې مو د ګیله من وزیر ژوند ته کتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG