د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: ګورنر او اعلاوزیر دې د ناندریو پر ځای د خیبر پښتونخوا مسلې حل کړي


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې ته ګڼ کسان ورغونډ شوي دي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې ته ګڼ کسان ورغونډ شوي دي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې شنونکي وايي چې ګورنر او اعلاوزیر دې د خپلمینځي ناندریو پر ځای د صوبې د مسلو هواري ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا نوی ټاکل شوي ګورنر فیصل کریم کونډي اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ته خبرداری ورکړی چې که پر ضد یې اقدام کوي نو له سخت ځواب سره به مخامخ شي.

کونډي د مې پر ۱۱مه په ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته وویل چې د ګورنرۍ د څوکۍ ساتنه کولای شي. "زه پر یوه اییني څوکۍ ناست یم او د دې تحفظ په ښه توګه کولای شم. که [ګنډه پور] زما پر ضد اقدام کوي نو له سخت ځواب سره به مخامخېږي. زه ورته ویل غواړم چې خپله ژبه دې قابو کړي که نه چې په کوم ډول خبره کوې په هم هغه ډول به یې ځواب ورکوم."

تر دې مخکې، اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مې پر ۱۱مه په ډېره اسماعیل خان کې خبریالانو ته ویلي ول چې که کونډي له سیاسي بیانونو ورکولو لاس وا نه خلي نو پرضد یې اقدام کوي او ان له ګورنرۍ یې هم ګوښه کولای شي.

ګنډه پور وویل، کونډي ته خبرداری ورکوي چې د خپلې دندې له اییني چوکاټه دې بهر نه وځي.

هغه فیصل کریم کونډي مخاطب کړ او ورته یې وویل، "ته ګورنر یې او دا اییني عهده ده. تا ته په کار دي چې له سیاسي ټکره ډډه وکړې. دا ځل درته څه نه وایم خو صرف خبرداری درکوم. ستا د ګاډي تېل هم زما په اختیار کې دي، او که وغواړم نو ګورنر هاوس به درڅخه واخلم او د دوو کمرو [په کور] کې به دې اوسېدو ته مجبور کړم. ته ولسي استازی نه یې. دا څوکۍ دې د [ولسمشر] په نوټیفیکېشن (فرمان) تر لاسه کړې او په یو نوټیفیکېشن له دې عهدې لیرې کېدای هم شې."

د پاکستان په صوبو کې ګورنر د دولت یا د ریاست او د وفاق د استازي په توګه دنده ترسره کوي او له انتظامي پلوه زیات واک نه لري.

د دې برعکس اعلاوزیر ولسي استازی وي او هر ګوند چې د مستقیمو انتخاباتو له لارې د صوبايي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ وګټي نو یو غړی، چې عموماً د هغه ګوند مشر یا مخکښ سیاستوال وي، د وزیراعلا څوکۍ ته نوموي چې بیا یې د اسمبلۍ د اکثریتي غړو په رایو منتخبېږي.

د اساسي قانون یا ایین له مخې، اعلاوزیر د صوبې ټولې مالي او نورې چارې پر مخ وړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر ترمینځ ناندرۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې څو ورځې مخکې کونډي وویل چې ګنډه پور دې د تحریک انصاف د زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره بې ځایه څرګندونې نه کوي.

علي امین ګنډه پور د پاکستان تحریک انصاف او فیصل کریم کونډي د مخالف پیپلز ګوند سیاستوالان دي خو دواړه د ډېره اسماعیل خان ضلعې اوسېدونکي دي.

د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې پخوانی مشر ډاکتر زاهد انور وايي چې خیبر پښتونخوا صوبه له لویو مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ ده او وفاقي حکومت یې اربونه روپۍ پوروړی دی نو ځکه دې ګورنر او اعلا وزیر له یو بل سره اختلافات نه زیاتوي.

نوموړي د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې کونډی او ګنډه پور دې له وفاقه د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره همکاري وکړي. "دا صوبه ډېره غریبه ده او خدای پاک ډېرې اوبه ورکړې دي چې ترې بجلي جوړېږي. د بجلۍ په برخه کې وفاق د دې صوبې اربونه روپۍ پوروړی دی. په کار دا ده چې له وفاقه دا پور ترلاسه شي او د دې واحد حل دا دی چې د وزیراعلا او ګورنر ترمینځ [همغږي] او همکاري وي. په کار ده چې دواړه مشران د دې لپاره په ګډه کار وکړي او د دې صوبې مالي مشکلات تر څه حده کم کړي."

د پاکستان د ایین له مخې، وفاقي حکومت باید د قامي مالیاتي کمېشن یا اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي. داراز، وفاق باید په یوه صوبه کې د پیدا کېدونکي ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم میا شهباز شریف سره تر لیدو وروسته ویلي ول چې هغه ورته د صوبې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي چې د ګورنر او اعلاوزیر ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور هم د صوبې د جنوبي ضلعې ډېره اسماعیل خان دی نو هغوی ټول باید په صوبه کې د زیاتېدونکې ناامنۍ مخه ونیسي او ګډ کار وکړي.

هغه وویل "د دې درېواړو مشرانو تعلق له یوې سیمې سره دی او دا توقع وه چې د دوی په همکارۍ به اوس حالات ښه شي. خو له بده مرغه د دوی ترمینځ تعلق ښه نه دی بلکې وزیراعلا او ګورنر د یو بل ضد بیانونه ورکوي او د صوبې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي. په خاص توګه په جنوبي اضلاعو کې هره ورځ څه نا څه بده پېښه کېږي. نو که دوی د صوبې د پرمختګ لپاره له یو بل سره همکاري نه کوي نو بیا دې دا څوکۍ پرېږدي او بل چا ته دې موقع ورکړي."

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG