د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرنایي کې د کانکیندنې درېدو ضد احتجاج شوی دی


د بلوچستان په یوشمېر سیمو کې د سکرو په کانونو کې سلګونه کسان کار کوي ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان په یوشمېر سیمو کې د سکرو په کانونو کې سلګونه کسان کار کوي ـ پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د بلوچستان په هرنایي کې د سکرو ایستلو کار له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې بند دی، کانکیندونکو په هغه ښار کې لاریون کړی دی.

لاریونوالو د جولای پر ۱۱مه وویل د کار بندېدو له امله سلګونه کانکیندونکي بې روزګاره شوي. هغوی د کار د بیا خلاصیدو غوښتنه کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۶مه وسلوالو د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ ټرکونه وسوځول او وروسته یې د هرنايي د انتظامي مشر پر ګاډي ډزې هم وکړې.

د پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.

د دې په غبرګون کې د سکرو لېږدوونکو ټرکونو د مالکانو په سیمه کې کاربندیز پیل کړ او کانکیندنه ودرېده.

دوی وايي، تر هغو چې حکومت یې د امنیت لپاره جدي اقدامات نه وي کړي، په خپلو لاریو کې سکاره نورو سیمو ته نه لېږدوي.

د بلوچستان په هرنایي کې د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي او کویله وړونکي ګاډي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې مخکې هم مظاهرې شوې دي.

وروستۍ پېښې ته په کتو، سیاسي او قبایلي مشرانو د جولای پر ۱۴مه په کوټه کې جرګه وربللې ده.

د هرنایي کانکیندونکو د غوښتنو په اړه مو د بلوچستان حکومت له ویاندې فرح عظیم شاه سره د رابطې هڅه وکړه خو هغې ټېلېفون ته ځواب نه وایه.

البته د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیا لانګو څو ورځې مخکې ویلي ول چې "ترهګر" بریدونه کوي او حکومت د ولس د ژوند او مال خوندي کولو هڅه کوي خو د ده په وینا، ولس باید د ریاستي امنیتي‌ ادارو ملاتړ وکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG