د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په تهران کې د المانۍ ژبې مرکز تړلی دی


په تهران کې یوه ښځه د جرمني ژبې زده کړو تړل شوي مرکز مخې ته تېرېږي - د اګست ۲۰مې انځور.
په تهران کې یوه ښځه د جرمني ژبې زده کړو تړل شوي مرکز مخې ته تېرېږي - د اګست ۲۰مې انځور.

د ایران پولیسو "د هېواد د قوانینو سرغړونې" په تور په تهران کې د المانۍ یا جرمنۍ ژبې انسټېټیوټ تړلی دی.

د ایران د عدلیې میزان خبري اژانس د اګست پر ۲۰مه په اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې وویل، د "جرمني په حکومت پورې تړلې د غیرقانوني مرکزونو" دوه څانګې "د یوشمېر ناقانونه کړنو او د پراخو مالي سرغړونو" له امله تړل شوې دي.

په بیان کې راغلي چې عدلیې له جرمني سره د تړاو لرونکو ځينو نورو مرکزونو په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي، خو په بیان کې په دې اړه نور څه نه دي ویل شوي.

هغه فرهنګي مرکز چې پخوا ګوټې (ګویټه) انسټېټیوټ نومېده، د ایران په پلازمېنه کې یې د جرمني سفارت اداره کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په تهران کې د المانۍ ژبې له انسټېټیوټ سره د ایرانيو امنیتي چارواکو چلند غندي او زیاته کړې یې ده چې د ایران سفیر په برلېن کې وزارت ته ورغوښتی دی.

د میزان تر بیان وړاندې یوې باخبرې سرچینې د ازادي اروپا راډیو ایراني څانګې ته ویلي ول چې د پولیس چارواکو د اګست پر ۲۰مه په تهران کې د انسټېټیوټ څانګې وتړلې، چې دا په دې اړه پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو پخوانیو دعوو تصدیق کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې جرمني تېره میاشت په همبورګ کې د ای زېډ اېچ په نامه پر اسلامي مرکز بندیز لګولی وو. هغه مرکز د ایران له یو سازمان سره تړاو درلود چې د جرمن چارواکو په وینا "په المان کې اسلامپالې سختدریځۍ او مطلق العنانې ایډیالوژۍ ته وده ورکوي."

XS
SM
MD
LG