د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د حسن نصر الله تر وژنې وروسته خپل ستر مذهبي مشر خوندي ځای ته انتقال کړی دی


په تهران کې خلک د حسن نصرالله د وژنې ضد احتجاج ته ورغونډېږي ـ د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.
په تهران کې خلک د حسن نصرالله د وژنې ضد احتجاج ته ورغونډېږي ـ د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.

ایراني چارواکي وایي، د هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي یې له سختو امنیتي تدابیرو سره خوندي ځای ته انتقال کړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په تهران کې دوو سیمه‌ ییزو چارواکو ورته ویلي دي چې خامنه يي په هېواد کې دننه یو ځای ته لېږدول شوی دی.

سرچینو ویلي چې ایران د لبنان له حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، او نورو سیمه‌ ییزو لاسپوڅي ډلو سره په دوامداره تماس کې دی چې د راتلونکي اقدام په اړه پرېکړه وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.

نصر الله د ایران یو نېږدې متحد او مهم ملګری وو چې د حزب الله له لارې یې د لبنان په سیاسي او پوځي چارو کې مهمه ونډه درلوده. هغه د اسراییل او نورو سیمه ییزو ځواکونو پر ضد د مقاومت مشري کوله.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. اروپايي ټولنې یوازې د حزب الله پر نظامي څانګې بندیز لګولی دی.

په همدې حال کې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د ایران پلوې حزب الله د مشر حسن نصر الله وژنه "په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې د ځواک د توازن بدلولو" لپاره اړین اقدام وو.

اخوا تهران په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې وربللو هڅه کوي.

نتنیاهو د نصر الله تر وژنې وروسته په خپل لومړي بیان کې پر نوموړي تور پورې کړی دی چې د نورو هېوادونو د سلګونو وګړو ترڅنګ یې ګڼ اسراییلیان وژلي دي او د ایران "خطرناکه نفوذ" یې زیاتاوه او د هغه هېواد "تګلارې یې پرمخ" لېږدولې.

په لبنان کې وضعیت پر داسې وخت لا خراب شوی دی چې په غزې کې د اسراییلو د جګړې شاوخوا یو کال په پوره کېدو دی.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل شول. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

له دې پرته اسراییلیو چارواکو په وروستیو کې د یوشمېر یرغمل شویو کسانو د مړینې راپورونه ورکړي دي. اسراییلي پوځ د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بیان کې وویل چې ښايي درې یرغمل شوي کسان تېر کال په غزې کې د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوي وي. پوځ داراز د سېپټېمبر پر لومړۍ په غزې کې د شپږو یرغمل شویو او تر دې مخکې یې د اګست پر ۲۰مه د شپږو نورو یرغمل شویو د مړو موندلو خبر ورکړی وو.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمينځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

په سیمه کې روان وضعیت د جګړې د پراخېدو وېره زیاته کړې ده او دا اندېښنې هم شته چې ښايي اسراییل په لبنان کې ځمکنۍ جګړه پیل کړي او پکې ایران او امریکا مستقیماً ښکېل کړي.

ایرانیو رسنیو ویلي دي چې په بیروت کې د اسراییلو په حملو کې یې د انقلاب ساتونکي ځواک یو لوړپوړی قومندان هم وژل شوی دی.

هلته په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت د سېپټېمبر پر ۲۸مه په یو لیک کې د ۱۵ کسیزې امنیت شورا د بیړنۍ غونډې دایرولو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید اېرواني پر اسراییلو تور پورې کړی دی چې په "بیروت کې یې پر رهایشي ودانیو" په حملو کولو "ترهګري او تېری کړی" دی.

نوموړي ویلي دي چې اسراییلو په هغو حملو کې د "امریکا ورکړي ۱۰۰۰ پاونډه (پاوه) وزني سنګر یا بنکر ماتوونکي بمونه" کارولي دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ویلي دي چې په لبنان کې په "ډراماټیک ډول د کړکېچ او تاوتریخوالي زیاتېدو زښت اندېښمن" کړی دی.

XS
SM
MD
LG